د ریاستالوزراء سیاسي مرستیال د رسنیو له مسوولینو سره په ناسته کې ویلي چې حکومت د رسنيو او رسنيزو فعاليتونو ملاتړ کوي او د هغوی هڅې ستایي.
د افغانستان د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي چې د دغه وزارت سرپرست په قزاقستان کې د شمال- سوېل ترانزيټي او سوداګرۍ کوريډور غونډه کې ګډون کړی دی.
راپورونه وایي چې امنیتي ځواکونو د خیبر پښتونخوا په بنو کې د پاکستان پوځي عملیاتو پر ضد د ننني لاریون پر ګډونوال ډزې کړې او یو شمېر کسانو ته یې مرګژوبله اړولې ده.
د فلسطین روغتیايي چارواکو ویلي چې تېره ورځ په غزه کې د اسرائيل هوايي بريدونو کې لږ تر لږه ۲۱ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د خیبر پښتونخوا په بنو کې نن لسګونه زرو خلکو د پاکستان د پوځ د پیل شوو “عزم استحکام” عملیاتو پر ضد لاریون کړی دی.
په کابل کې د عاشورا مراسمو ګډونوال د دغو مراسمو لپاره له امنیتي تدابیرو خوښي څرګندوي او وايي چې د عاشورا ورځ له ځان سره د مسلمانانو ترمنځ د ورورولۍ، یووالي او خواخوږۍ پيغام لري.
میدانوردګو کې د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ریاست وايي، سېلابونو تېره شپه د دغه ولایت په دایمیرداد ولسوالۍ کې د سلګونه جریب ځمکو کرنیز محصولات له منځه وړي دي.
تېره اونۍ، ملګرو ملتونو افغانستان کې د بشري حقونو او القاعدې د شتون په اړه اندېښنه وښوده، خو ا.ا رد کړه او د هند او روسیې مشرانو افغانستان کې د «ترهګرۍ» ضد ګامونه وستایل.
تېره اونۍ، دوحه کې د افغانستان په اړه غونډې د خبرونو سرټکي جوړول، د شانګهای همکاریو سازمان باثباته افغانستان د سیمې په ګټه وباله او ځینو هېوادونو افغانستان کې د ټولګډونه حکومت د جوړښت غوښتنه کوله خو ا.ا وایي، د حکومت څرنګوالی کورنۍ موضوع ده.
ملي دفاع وزارت وايي، پکتیکا کې يې یو هایلکس موټر، څلور کلاشینکوفونه او یوه روسۍ پیکا چې په یوه کور کې په ناقانونه ډول ساتل کېدل، نیولي دي.
د ټولګټو چاور وزارت وايي، د کابل – کندهار لویه لار د میدانوردګ ولایت د سیداباد ولسوالۍ اړوند سیمه کې پر دغه سړک د قیراچونې له امله د دوو ورځو لپاره د باروړونکو او لویو مسافروړونکو موټرو پر مخ تړل کېږي.
د پوهنې وزارت وايي، د سړو ولایتونو ښوونځیو څلورنیم میاشتنۍ ازموینې راتلونکې شنبې (د چنګاښ ۱۶مه) پیلېږي او د روانې میاشتې تر اخره پای ته رسېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP