کابل (پژواک، ۱۷ چنګاښ ۱۴۰۳): ملي دفاع وزارت وايي، پکتیکا کې يې یو هایلکس موټر، څلور کلاشینکوفونه او یوه روسۍ پیکا چې په یوه کور کې په ناقانونه ډول ساتل کېدل، نیولي دي.
د افغانستان ملي دفاع وزارت پر خپله اېکسپاڼه ليکلي چې دغه موټر او وسلې د یاد وزارت اړوند د ۲۰۳ منصوري قولاردو د نهمې سرحدي لواء ځواکونو د پکتیکا د سروبي ولسوالۍ په مربوطاتو کې کشف او ترلاسه کړي دي.
سرچینه زیاتوي، دغه موټر او وسلې په یوه کور کې په ناقانونه ډول ځای پر ځای شوي وو او ساتل کېدل.
ملي دفاع وزارت وايي چې د ملي اسلامي اردو زړور ځواکونه د هېوادوالو د لا ښه امنیت ساتلو لپاره شپه او ورځ په خدمت بوخت دي.
دا په داسې حال کې ده چې ملي دفاع وزارت څلور ورځې مخکې هم د پکتیکا ارګون ولسوالۍ اړوند سيمه کې څلور مليبسونه چې له «فتحې وړاندې» په یوه کور کې په مهارت سره ځای پر ځای شوي وو، کشف او ترلاسه کړي وو.