د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی وايي، د مدني ټولنې له ځینو فعالانو سره په افغانستان کې پر بزګرانو د اقلیم بدلون د اغېزو او د ا.ا او سیمهییزو ټولنو ترمنځ د خبرو لپاره د هڅو په اړه غږېدلی دی.
د افغانستان ملي دفاع سرپرست وزير له پاکستانه غوښتي چې پر افغان کډوالو «روان ظلم» ودروي، هر څه چې کوي عواقب يې وسنجوي او دومره وکري چې بيا يې د رېبلو توان لري.
نړۍوال بانک وایي، په تېرو نهو میاشتو کې د افغانستان واردات ۲۷ سلنه زیات شوي، صادرات یې نیم سلنه کم شوي او د بهرنیو اسعاو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت په منځنۍ کچه څه باندې ۲۸ سلنه لوړ شوی دی.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بېنېټ یو ځل بیا له پاکستانه غوښتي چې په جبري ډول د افغان کډوالو د اېستلو له پرېکړې تېر شي.
د افغانستان د پوهنې وزارت وايي چې د دغه وزارت کارکوونکو او ښوونکو د هرات له زلزلهځپلو کورنیو سره د څه باندې ۱۱ میلیونه افغانیو مرسته وکړه.
د افغانستان د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو وزارت وايي، د کابل ښار په ۲۱مه ناحیه کې څه باندې ۳۷ زره ۳۲ جریبه ځمکه قانوني شوه.
د افغانستان ملي دفاع وزارت د هرات زلزلهځپلو ته د کورونو جوړولو په موخه څه باندې ۳۶،۵ میلیونه افغانۍ مرسته وکړه.
هندي رسنيو راپور ورکړی چې د دغه هېواد په اندراپردېش ایالت کې د دوو اورګاډو د ټکر له امله ۱۳ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او تر ۵۰ ډېر ټپيان شوي دي.
کابل کې د میدانوردګو او غزني د موټرو اډې قلعۀحیدرخان سيمې ته لېږدول شوې دي، خو ځیني موټرچلوونکي شکایت کوي چې ډېر مسافر هلته نه ورځي؛ ځکه په پټه له پخوانیو اډو لېږدول کېږي.
د راپورونو له مخې، د امریکا مین ایالت په لویسټون ښار کې د يوه وسلهوال کس په بريد کې ۲۲ کسان وژل شوي او نږدې ۶۰ نور ټپيان دي.
پاکستاني رسنيو راپور ورکړي چې د دغه هېواد په کراچۍ ښار کې وسلهوالو غلو له یوه خصوصي بانک څخه ۸.۷ ميليون کلدارې لوټ کړې دي.
تېره اونۍ افغانستان د «یو کمربند یوه لار» پروژه کې د شاملېدو غوښتنه وکړه او جاپان تعامل ته د نړۍ او افغانستان پر رسېدو ټینګار وکړ، ویې ویل چې په دې برخه کې همکارۍ ته چمتو دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP