له څه مودې راهیسې پاکستاني چارواکو هغو تورونو ته زور ورکړی چې ګواکي افغانان د پاکستان ناامنیو کې ښکېل دي، خو ا.ا چې په وار، وار یې دا څرګندونې رد کړي، تېره اونۍ یې وویل
له سعودي د اتو ماشومانو په ګډون څه باندې ۳۰۳۱۶ افغان حاجيانو د رالېږد بهیر، نن د نږدې ۳۰۰ افغان حاجيانو په رارسېدو سره پاى ته ورسېد.
د پژواک د راپورونو له مخې، په هېواد کې د تېرو ۱۲ میاشتو په اوږدو کې ۱۰۹ کسانو ځانونه وژلي چې د نږدې نیمو وژنو لامل کورنی تاوتریخوالی او رواني ستونزې او د شپږو پېښو نور دلایل ښودل شوي، خو د ۵۰ کسانو د ځانوژنې لاملونه نه دي په ګوته شوي.
کابل (پژواک، ۷ زمری ۱۴۰۲): تېره اونۍ اصف دُراني له فریدون سینیرلي اوغلو سره د افغانستان سرپرست حکومت د رسمیت پېژندنې په اړه خبرې وکړې،
کابل (پژواک، ۶ زمری ۱۴۰۲): د کابل والي په دغه ولایت کې د عاشورا په مناسبت جوړو شوو مراسمو کې وویل چې مذهبي مراسم باید
د کورنيو چارو وزارت وايي چې په کابل ښار کې د مبایلونو د غلا په تور یوه اته کسیزه ډله نيول شوې ده.
ا.ا د میدانوردګو په جلرېز ولسوالۍ کې د سېلابونو له امله د مړه شوو کسانو له هرې کورنۍ سره سل زره افغانۍ او د دې پېښې له هر ټپي سره ۵۰۰۰۰ افغانۍ مرسته وکړه.
د کابل امنیه قوماندانۍ وايي، هغه کس یې نیولی چې له ۱۱۰ کسانو یې په دې نوم پاسپورټونه او له هر یوه یې له زرو تر دوه زره ډالر اخیستي وو چې ګواکي هغوی ته تحصیلي ویزې راباسي.
د راپورونو له مخې، سوډان کې د يوې ملکي الوتکې لوېدو پېښه کې د څلورو پوځي کارکوونکو په ګډون نهو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
تېره اونۍ پاکستان په افغانستان کې د ټيټيپي د شتون ادعا وکړه، خو مجاهد رد کړه او ایران وویل چې د سیمې هېوادونه له ا.ا سره د همکارۍ په اړه همنظره دي، خو اروپایي ټولنې د ا.ا پر درېیو وزیرانو بندیزونه ولګول.
ځینې سرچینې وایي، امنیتي ځواکونو تېره شپه د کابل بګرامیو ولسوالۍ کې عملیات کړي او لږ تر لږه د دوو داعشیانو وژل کېدو ادعا کوي، خو د حکومت ویاندویانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
کابل (پژواک، ۲۴ چنګاښ ۱۴۰۲): تېره اونۍ اسلاماباد د «اندېښنو» هواري په موخه له کابل سره د تعامل پر دوام او ازبکستان بیا د مثبتو
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP