کابل (پژواک، ۲۵ وری ۱۴۰۲): د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، د نړۍوالې ټولنې له لوري د افغانستان په رسمیت نه پېژندل، د
د اسلامي امارت ویاند په هېواد کې د ملګرو ملتونو ادارو کې پر افغان ښځینه کارکوونکو د بندیز په غبرګون کې د یوناما د څرګندونو په اړه وایي، دا د افغانستان کورنۍ ارزښتي موضوع ده او بايد ټول لوري ورته درناوی وکړي.
د خوړو نړۍوال سازمان (ډبليواېفپي) وایي، په راتلونکو شپږو مياشتو کې له اړو افغانانو سره د بېړنيو مرستو لپاره ۸۰۰ ميلیون ډالرو ته اړتيا لري.
د کورنيو چارو وزارت وايي، کابل ښار کې يې هغه پنځه کسان نیولي چې د «مجاهدينو» د ترور هڅه یې کوله.
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، تېر کال د ۳۹ میلیون امریکايي ډالرو په ارزښت نږدې ۳۰ ټنه زیره بهر ته صادر شوې ده.
تېره اونۍ په افغانستان کې د م.م دفترونو کې د افغان ښځو پر کار بندیز له غبرګونونو سره مخ شو، ا.ا له روسیې سره د اړیکو پراختیا ته لېوالتیا وښوده او جاپان له افغانستان سره پنځه میلیون ډالره مرسته وکړه.
د پروان امنیه قومانداني وایي، امنیتي کسانو د دغه ولایت په مرکز کې د داعش یو غړی وژلی او درې ښځې او اووه ماشومان یې له هغه کوره له ځان سره بېولي چې عملیات پرې شوي دي.
د افغانستان مرکزي بانک اعلان کړی چې راتلونکې شنبه ۱۵ میلیون امریکايي ډالر د داوطلبۍ له لارې لیلاموي.
د ناروې د کډوالو شورا وايي، پر افغانستان د لګول شوو بنديزونو په اړه ناسم پوهاوي د افغانستان سوداګريز سیسټم اغېزمن کړی او ميليونونه افغانان يې له ستونزو سره مخ کړي دي.
د کورنيو چارو وزارت وايي، په سرپل، هرات، پکتیکا، زابل، نیمروز او خوست ولايتونو کې يې ۱۵۰ جریب ځمکه د کوکنارو له کښته پاکه کړې او په غور کې يې د نشهیي توکو دوې کارخونې له منځه وړې دي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ دفتر وايي، د روان زېږدیز کال لپاره یې په افغانستان کې د بشري مرستو لپاره ۴.۶ ميليارد ډالرو غوښتنه کړې، خو تر اوسه یې پنځه سلنه ترلاسه کړې دي.
تېره اونۍ ځینو سرچینو غوښتنه وکړه چې د نجونو پر مخ د زدهکړو تړل شوې دروازې دې پرانیستل شي، روسیې وویل چې د افغانستان وضعیت دې وڅارل شي او جاپان له افغانستان سره د ۲۱ میلیون ډالر مرستې خبر ورکړ.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP