نړیوال بانک په افغانستان کې د لوږې ختمولو په موخه د کرنې له برخي سره د ۱۵۰ میلیون امریکايي ډالرو مرسته اعلان کړې ده.
د افغانستان د اوبو او برېښنا وزارت یو پلاوی، د اوبو په اړه له ايران سره د افغانستان د شوي تړون «د روح او متن» د پلي کېدو لپاره سبا (سه شنبه) ایران ته ځي.
تېره اونۍ په افغانستان کې ۱۹ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده او بلخوا د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو او سازمانونو له خوا د افغانستان په اړه کړنو او څرګندونو وښوده چې دغه هېواد د نړۍ له پامه نه دی لوېدلی.
د پاکستان د قومي اسمبلې غړی ډاکټر عامر لیاقت حسین د ۴۹ کلونو په عمر له نړۍ سترګې پټې کړې، خو د مړینې د څرنګوالي په اړه یې بېلابېلې څرګندونې کېږي.
د بې اسنادو، ښي لاس او مؤقت پنځه کلن جواز لرونکو موټرو اړوند موضوع څېړل کېږي او د هغو موټرو موضوع محکمې ته سپارل کېږي چې د نشه يي توکو د جرمونو په تور ضبط شوي دي.
تېره اونۍ ځینو هېوادونو له افغانستان سره پر تعامل او ښو اړیکو ټینګار وکړ او هېواد کې د مرګ ژوبلې کچه هم د تېرو ۱۶ اونیو په پرتله تر ټولو ټیټې کچې (۱۰ کسانو) ته راولوېده.
له افغان شخصيتونو سره د اړیکو کمېسيون وايي، د دغه کمېسيون د هڅو په پایله کې د تېر نظام د ترانسپورټ سرپرست وزير او معين حسن مبارک عزيزي نن افغانستان ته راستون شو.
د کابل امنیه قوماندان وايي، د کابل په بېلابېلو سيمو کې يې د نشه يي توکو د قاچاق په تړاو ۱۲ کسان نیولي دي.
د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې او یوناما د افغانستان له سرپرست حکومته غوښتي چې د رسنیو نیول شوي کارکوونکي دې خوشي کړي او د خبریالانو او مطبوعاتو پروړاندې سخت دریځې کړنې پای ته ورسوي.
یوې پاکستانۍ رسنۍ راپور ورکړی چې د رادار خرابوالي له امله، د کابل هوایي ډګر الوتنې له پاکستانه اداره کېږي؛ خو د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت بیا دغه راپور ردوي.
امنیه قومانداني وايي، پولیسو د کابل ښار ۱۷مې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې له هغو وسله والو یو کس وژلی چې غوښتل یې له یوه کوره غلا وکړي.