د ملګرو ملتونو امنیت شورا ویلي، القاعده افغانستان کې فعالیت لري او د تېر په پرتله یې آزادي هم ډېره شوې ده، خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت دغه ادعا بېبنسټه بولي.
تېره اوونۍ، په افغانستان کې ۵۹ کسانو ته د مرګ ژوبلې اوښتو تر څنګ، د یوې سترې غونډې او له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون جوړښت او د حجاب طرحه له مثبت او منفي غبرګونونو سره مخ شول.
د افغانستان هواپېژندنې ادارې د هېواد په ۲۹ ولایتونو کې له خاورو او دوړو سره یوځای د تېزو بادونو – چې سرعت به یې په ځینو سیمو کې په ساعت کې له (۳۰ تر ۱۰۰ کیلومتره) وي – وړاندوینه کړې ده.
د کابل امنیه قومانداني وايي، د ښار د اتلسمې حوزې اړوند په نخاس سیمه کې، د یوه دوکان د ګاز ټانکر د چاودنې له امله دوه کسان مړه شوي او پنځه نور ټپيان دي.
اقتصادي کمېسیون وایي، له شرکتونو سره د برېښنا د غیراختیاري پروژو قراردادونه دې فسخه او له تخنیکي اړخه دې د مس عینک کان تړون او د ابو نصر فراهي بندر نړیوال کېدل وڅېړل شي.
د ورزش او المپیک ملي کمېټه وايي، د افغانستان ویلچرباسکټبال ملي لوبډلې نن په ټایلنډ کې د آسیا ونډې ګټلو په روانو سیالیو کې د متحده عربي اماراتو لوبډلې ته ۶۵ پر۵۰ ماتې ورکړه.
د افغانستان مخکښ غېږنیوونکی او مډال راوړونکی ورزشکار محمد ابراهیم احمدي ترکمني، مشهور په «پهلوان ابراهیم» پرون په کابل کې وفات شو.
د ناروې سفیر د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر سره د ازادو مطبوعاتو د اهمیت، په ټولنه کې د ښځو برابر او معنا لرونکي ګډون، او د یوه قانوني چوکاټ او ټولګډونه بنسټونو په اړه خبرې کړې دي.
کابل ښار کې په ځینو نانوایيګانو کې د ډوډۍ وزن د ښاروالۍ له خوا له ټاکل شوي نرخه شاوخوا درې سلنه کم دی، خو غوښه شاوخوا شل سلنه له ټاکلي نرخه په لوړه بیه پلورل کېږي.
کابل (پژواک، ۳۱ غويی ۱۴۰۱): تېره اونۍ په داسې حال کې په افغانستان کې ۳۳ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده چې په دې اونۍ
اقتصادي کمېسیون، له سوداګرو په ټیټه بیه د زړو فلزاتو پېرلو پرېکړه د تطبیق وړ بللې او د برېښنا شرکت ته یې سپارښتنه کړې چې د «چک بند» پاتې کارونو د لګښت معلومولو لپاره سروې وکړي.
پولیسو د کابل ښار لسمې امنيتي حوزې اړوند سیمه کې يو کس د یوه موټر غلا کولو پر مهال چې چلوونکی یې د چاقو په وسیله ټپي کړی و، لاس په لاس نيولی دی.