ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېره اوونۍ افغانستان کې ۲۱ تنه وژل شوي، ۳۸ ټپیان دي

تېره اوونۍ افغانستان کې ۲۱ تنه وژل شوي، ۳۸ ټپیان دي

author avatar
28 May 2022 - 18:24
تېره اوونۍ افغانستان کې ۲۱ تنه وژل شوي، ۳۸ ټپیان دي
author avatar
28 May 2022 - 18:24

کابل (پژواک، ۷ غبرګولی ۱۴۰۱): تېره اوونۍ، په افغانستان کې ۵۹ کسانو ته د مرګ ژوبلې اوښتو تر څنګ، د یوې سترې غونډې او له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون جوړښت او د حجاب طرحه له مثبت او منفي غبرګونونو سره مخ شول.

د تېرې اوونۍ مهم خبرونه:

  • له افغان شخصیتونو سره د اړیکو او هېواد ته د راستنولو کمېسیون کار پیل کړ.
  • ځیني سیاستوال: د دغه کمېسیون تګلاره د افغان شخصیتونو د سیاسي راتلونکي په اړه وضاحت نه لري.
  • ریچارډ بېنټ: د یاد کمېسیون جوړېدل کولای شي د خبرو او حکومت د پیاوړتیا لپاره ښه فرصت رامنځته کړي.
  • د افغانستان د نجات لپاره د ملي مقاومت شورا: دغه کمېسیون «سیاسي شخصیتونو ته سپکاوی» دی.
  • مجاهد: نور څوک نه شي کولای، د مقاومت او یا تر بل هر نوم لاندې د افغانستان خلک وګواښي.
  • د مسایلو د حل لپاره د بانفوذه څېرو غونډه جوړېږي.
  • شنونکي: دا غونډه به هغه مهال ښې پايلې ولري چې ټول افغانان ځان پکې وويني.
  • اووه هېوادونه: د افغانستان په تړاو هر رامنځته کېدونکی تحول باید د افغانانو په مشرۍ وي.
  • د حجاب اعلان شوې طرحه له مثبت او منفي غبرګونونو سره مخ شوه.
  • تېره اوونۍ افغانستان کې ۲۱ تنه وژل شوي، ۳۸ ټپیان دي.

 مرګ ژوبله

تېره اوونۍ په افغانستان کې ۲۱ کسان وژل شوي او ۳۸ نور ټپيان دي.

د مرګ ژوبلې په یادو شمېرو کې د طبعي پېښو مرګ ژوبله نه ده شامله.

د راپورونو له مخې، تېره اوونۍ په کابل ښار کې په يوه جومات کې د ماښام لمانځه پر مهال د چادونې له امله شپږ تنه وژل شوي او ۱۸ نور ټپيان دي.

راپورونه ښيي، په بلخ کې په بېلابېلو چاودنو کې لس کسان وژل شوي او ۱۵ نور ټپيان دي. د راپورونه له مخې، د بلخ د چادونو مسووليت داعش ډلې پر غاړه اخيستی دی.

تېره اوونۍ کندهار او اروزګان ولایتونو کې د هاوان مرمۍ چادونې له امله دوه کسان ټپیان شوي او ننګرهار کې امنيتي ځواکونو د واده پر موټر ډزې کړي چې پکې دوه کسان ټپيان شوي دي.

د راپورونو پر اساس، تېره اوونۍ په ميدان وردګو کې يو کس وژل شوی او په کابل کې بيا چادونې يو کس ټپي کړی دی.

دغه راز راپورونو ښیي چې ناپېژاندو کسانو په فارياب کې يو ښځه وژلې او امنيتي ځواکونه وایي، په پروان کې د عملیاتو پر مهال درې «سړي تښتوونکي» وژل شوي دي.

وړمه اوونۍ په افغانستان کې ۱۷ کسان وژل شوي او ۱۶ نور ټپيان وو.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د تېر کال زمري میاشتې له بدلون مخکې، په جګړو کې هره اوونۍ سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښته.

له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون

په هېواد کې د تېرې زمري میاشتې له بدلون وروسته یو شمېر افغان سیاستوال او د تېر حکومت چارواکي بهرنیو هېوادونو ته تللي او ځیني یې له پخوا په بهر کې مېشت دي، خو د تېر کال د کب په ۲۵مه د افغانستان د سرپرست حکومت کابینې «له افغان شخصیتونو سره د اړیکو او هېواد ته د راستنولو کمېسیون» جوړښت تصویب کړ او تېره اوونۍ دغه کمېسیون خپله کړنلاره اعلان کړه او کار یې پیل کړ.

دغه کمېسيون تېره اوونۍ وویل  چې له افغانستانه وتلو ټولو سياسي او نظامي شخصيتونو لپاره هېواد ته د راتګ زمينه برابروي او له راستنېدو وروسته هيڅوک یا اداره د هغو د نیولو او ځورولو حق نه لري.

دغه راز، يو شمېر افغان سیاستوال د یاد کمېسیون د جوړېدو هرکلی کوي، خو وایي، تګلاره یې د یادو شخصیتونو د سیاسي راتلونکې په اړه وضاحت نه لري او حکومت باید نوره هم خپله سینه پراخه کړي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو راپور ورکوونکي ریچارډ بېنټ ویلي چې د افغانستان سرپرست حکومت له لوري «له افغان شخصیتونو سره د اړیکو او هېواد ته د راستنولو کمېسیون» جوړېدل کولای شي چې د خبرو او د حکومت لا پیاوړتیا لپاره یو ښه فرصت رامنځته کړي.

خو «د افغانستان د نجات لپاره د ملي مقاومت شورا» چې وړمه اوونۍ یې ترکیه کې لومړۍ ناسته کړې، د حکومت له لوري هېواد ته د سیاسي شخصیتونو د ستنولو کمېسیون سره مخالفت ښودلی، دا یې «د ولس ټولیز شعور او سیاسي شخصیتونو ته سپکاوی» بللی؛ د افغانستان له سرپرست حکومته یې غوښتي چې د «انتقالي حکومت» رامنځته کولو او «ټولټاکنو» له لارې د افغانستان له کشالې د وتلو لپاره رښتینې لار غوره کړي. په دغې شورا کې د تېر حکومت ځیني چارواکي او سیاسیون لکه عبدالرب رسول سیاف، عطامحمد نور، عبدالرشید دوستم، حاجي‌محمد محقق، میررحمان رحماني او نور شامل دي.

دا په داسې حال کې ده چې یادې شورا له اوسني حکومته غوښتي و چې د خبرو مېز ته کېني او که خبرو ته ورسره نه کېني، نو نظامي لاره به غوره کړي.

خو د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د یادې شورا د جوړښت په غبرګون کې ویلي چې نور څوک نه شي کولای، د مقاومت او یا هر بل نوم لاندې د افغانستان خلک وګواښي. مجاهد ویلي، هغه کسان چې په تېرو شلو کلونو کې پر فساد ککړ وو، نور د دولت په چوکاټ کې ځای نه لري او که جګړه غواړي حکومت به یې پر وړاندې ودریږي.

د مسایلو د حل لپاره د بانفوذه څېرو غونډه جوړېږي

حکومتي سرچینو تېره اوونۍ وویل چې د هېواد د مهمو مسایلو په اړه د بحث او سلا لپاره د یوې غونډې جوړولو پر طرحې کار روان دی او په دې غونډه کې به د هېواد له بېلابېلو سيمو بانفوذه څېرې ګډون ولري.

د چارو ځيني شنونکي د هېواد پر مسايلو د خبرو لپاره جوړېدونکې غونډې ته هڅې ښه اقدام بولي او وايي، دا غونډه به هغه مهال ښې پايلې ولري چې ټول افغانان پکې ځان وويني.

همدا راز، د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار تېره ورځ د جمعې لمانځه د خطبې لوستلو پر مهال ویلي چې د هېواد ترینګلی وضعیت يوې درنې او د ملت ممثلې شورا ته اړتیا لري؛ او همدا کولی شي د ټولو ملي مسایلو په اړه داسې پرېکړې وکړي چې د ملت غوڅ اكثريت به یې تر شا ولاړ وي.

ده ویلي، د داسې طرحې د پلې کېدو احتمال کمزوری دی چې د افغانستان سرپرست حکومت له مخالفينو له قید او شرط پرته تسليمېدل غواړي.

خو د افغانستان نجات لپاره د ملي مقاومت شورا د افغانستان سرپرست حکومت له لوري د یادې جرګې جوړېدل «تش په نامه لویه جرګه» بللې، په یوه اعلامیه کې یې ویلي چې د دې جرګې جوړولو او هېواد ته د سیاسیونو د ستنولو دواړه هڅې د ولس «ټولیز شعور او سیاسي شخصیتونو ته سپکاوی دی.»

د حجاب طرحه   

د حجاب «توضیحي او تطبیقي» طرحه د غویي په ۱۷مه اعلان شوه.

په طرحه کې راغلي، بدن چې په هر ډول جامو وپوښل شي، حجاب بلل کېږي؛ خو جامې باید دومره نرۍ او تنګې نه وي چې بدن ترې ښکاره شي. په طرحه کې څادري غوره حجاب بلل شوی او پکې راغلي، هغه ښځې چې د عمر له پلوه زړې یا ځوانې نه دي، له نامحرمو نارینه‌وو سره د مخامخېدو پر مهال له فتنې د مخنیوي په خاطر باید له سترګو پرته خپل مخونه له شرعي لارښوونې سره سم پټ کړي.

کورني غبرګونونه

په میدان وردګو ولایت کې سلګونو ښځو په یوه غونډه کې د حجاب له یادې طرحې ملاتړ وکړ. هغوی پر هغو ښځو نیوکې کولې چې د حجاب پر یاده طرحه نیوکې کوي. تر دې مخکې ورته غونډې په زابل، بدخشان او پکتیا ولایتونو کې هم شوې وې.

خو د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي، مخ پټول حجاب نه دی او څادري هم په افغاني فرهنګ کې نشته، خو د امر بالمعروف وزارت دغو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي چې حجاب یو الهي حکم دی او په دې اړه د کرزي خبرې د تبصرې وړ نه دي.

دغه راز، پنځه ورځې مخکې د طلوع نيوز د ښځینه ویاندویانو تر څنګ نارينه ويندويانو هم د اعتراض په ډول د خبرونو او نورو برنامو چلولو پر مهال ماسکونه اچولي وو.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال انعام‌الله سمنګاني بيا په دې اړه ویلي: «اصلي پوښتنه دا ده چې په جامو کې د تنوع پلویان چې د حجاب د جبري کېدو غوښتونکي دي، ولې یې د څو کلونو په لړ کې د نيکټايي د جبري کېدو پر وړاندې غږ نه دی پورته کړی؟ که نیکټایي یونېفورم کېدلای شي، نو بیا ولې حجاب یونېفورم کېدلای نه شي؟»

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سياسي مرستیال محمدعباس ستانکزي تېره اوونۍ په یوه غونډه کې وویل، نظام نه په تنګ نظرۍ چلېږي او نه په پراخ نظرۍ، بلکې یوه معتدله شرعي لاره باید غوره شي.

شیر محمد عباس ستانکزي ویلي: «د تعلیم حق [نجونو/ ښځو ته] چا نه دی ورکړی، تعلیم شته نن په افغانستان کې، خو کما حقه نشته، ور دې کړي‌ که نه حق، دا ښځې به اسلام چېرې زده کوي، شرعیت به چېرې زده کوي، خو په مدرسه او مکتب کې به یې زده کوي ‌که نه… د افغانستان نیمه جامعه ښځې دي،‌ نیم نفوس یې ښځې دي،‌ که دا نفوس ۴۰ میلیون وي، ۲۰ میلیون یې ښځې دي. ښځې ته باید هغه حقوق ورکړل شي چې خدای، رسول او زموږ افغاني‌ دود او کلتور یې بولي. باید ورته ورکړل شي،‌ ولې نه ورکول کېږي.»

بهرني غبرګونونه

د افغانستان د بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنټ ویلي چې له شپږم پورته د نجونو ټولګیو بندول، ښځو ته په سیاسي برخه کې د ونډې نه ورکول، د بیان پر ازادۍ محدودیتونه او د ښځو حجاب په اړه بېلابېل فرمانونه هغه څه دي چې موخه یې په ټولنه کې په یوه ډول د ښځو د ونډې له پامه غورځول دي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا پنځلسو غړو هېوادونو په یوه ګډه اعلامیه کې، په افغانستان کې د ښځو او نجونو «بنسټیزو حقونو ته پر نه درناوي» اندېښنه څرګنده کړې او د افغانستان له سرپرست حکومته يې غوښتي چې په دې برخه کې خپلې ژمنې عملي کړي.

دغه راز، د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي ټوماس ویسټ او د ښځو او بشري حقونو په چارو کې د دغه هېواد ځانګړې استازې رینا امیري د افغانستان د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي سره د خبرو پر مهال، د افغان ښځو او نجونو د حقونو او پر هغو د «محدودیتونو» وضع کېدو په تړاو د نړیوالې ټولنې مخالفت څرګند کړی او ويلي دي چې نجونې باید بېرته ښوونځیو ته ولاړې شي، ښځو ته دې د کار اجازه ورکړل شي او «پرې لګول شوي محدویتونه» دې لرې کړل شي.

د افغانستان لپاره د ناروې سفیر اندریس لیندمن د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر ملا خیرالله خیرخواه سره د ازادو مطبوعاتو د اهمیت، په ټولنه کې د ښځو برابر او معنا لرونکي ګډون او د یوه قانوني چوکاټ او ټولګډونه بنسټونو په اړه خبرې کړې دي.

د بښنې په نړيوال سازمان کې د سوېلي آسیا استازې سمیرا حمیدي ادعا کړې چې افغان ښځې په سیستماتيک ډول له ښوونځيو، دندې، رسنیو او د افغانستان له ټولنې ګوښه کېږي.

خو د افغانستان سرپرست حکومت په وار وار ویلي چې د شریعت په چوکاټ کې ښځو ته د تعلیم، کار، ملکیت او نور حقونه ورکوي او ورته ژمن دي.

له افغانستان سره د نړۍ تعامل

تېره اوونۍ افغانستان کې د کابل، کندهار او هرات هوايي ډګرونو کې د الوتکو لپاره د ځمکني خدمت مشارکتي تړون د عربي متحده اماراتو له یوې کمپنۍ سره لاسلیک شو.

په دې اوونۍ کې د افغانستان د یو شمېر ګاونډیو او د منځنۍ اسیا هېوادونو (هند، روسیې، چین، ایران، ازبکستان، قزاقستان او تاجکستان) د ملي امنیت سلاکارانو په یوه ناسته کې ټینګار وکړ چې د افغانستان په تړاو هر رامنځته کېدونکی تحول باید د افغانانو په مشرۍ وي.

د روغتیا نړیوال سازمان او د ملګرو ملتونو د ملاتړ ادارې (یونیسف) د سرپل د عامې روغتیا له ریاست سره د نهو میلیونو افغانیو په ارزښت د طبي تجهیزاتو مرسته وکړه.

Visits: 126

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.