د کورنيو چارو وزارت وايي، د پنجشېر په دره او ابشار ولسواليو کې د سولې پروسې له لارې «ګڼ شمېر» وسله وال مخالفین تسلیم شوي دي.
د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې استازي ویلي، په افغانستان کې د وسلهوالو مخالفینو ملاتړ نه کوي او د کورنیو چارو وزارت سرپرست وایي، مخالفینو ته د خبرو دروازې پرانیستې دي.
په نيمروز، اروزګان، کابل، هرات او سمنګان ولایتونو کې د وژنو، غلاوو او پیسو د جعل په تور ۲۲ کسان نیول شوي دي.
کابینې د روږدو موټرچلوونکو اړوند مسایلو او د حکومتي کسانو له لوري د بې نظمۍ جوړولو او ترافیکي پېښو څېړلو لپاره پلاوی ګومارلی دی.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په داسې حال کې له ایرانه په زور او داوطلبانه ډول د ۵۹۷ افغان کډوالو د ایستلو خبر ورکوي چې دغه هېواد د افغان کډوالو د سرشمېرنې پروسه پیل کړې ده او ځیني کډوال یې اندېښمن کړي دي.
داعش له تخار څخه پر تاجکستان د توغندییز برید ادعا کړې او د افغانستان سرپرست حکومت وایي، په دې اړه شوې هڅه ناکامه شوې او د عاملینو د نیولو هڅې یې روانې دي.
. . .
تېره اونۍ د وړمې په پرتله په هېواد کې د مرګ ژوبلې کچه څه باندې اته برابره کمه وه، او د نجونو پر مخ د ښوونځیو پرانيستل کېدو په اړه د یوه چارواکي څرګندونې د خلکو له هرکلي سره مخ شوې.
تېره اونۍ په افغانستان کې ۳۱ کسان وژل شوي، ۸۴ ټپیان دي او د دې مرګ ژوبلې ۵۹ سلنه د کابل په یو جومات کې د چاودنې له امله اوښتې ده.