[restrict paid="true"]

کابل (پژواک، غويي ۹ مه ۱۴۰۱): د افغانستان ځینو پخوانیو چارواکو د کابل نننۍ برید غندلي، هغه یې بشري ضد جنایت ګڼلی او ویلي دي، پر جوماتونو، خانقا او تکیه خونو بریدونه له اسلامي او انساني ارزښتونو سره په ټکر کې دي.

د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدران د معلوماتو له مخې، نن د کابل ښار د شپږمې امنيتي حوزې اړوند د علاوالدين په سيمه کې د "خلیفه صاحب" په جومات کې د جمعې تر لمانځه وروسته چاودنه وشوه.

هغه زياتوي، د لومړنیو معلوماتو له مخې، په دې چاودنه کې ۱۰ تنه وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان دي.

ځينو سرچينو د دغې چاودنې مرګ ژوبله تر دې زياته ښودلې ده.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د یوې اعلامیې په خپرولو سره، دغه چاودنه غندلي او وايي: «دغه بریدونه دسیسه ده، د پرديو د شومو اهداف د شنډولو لپاره د افغانستان د خلکو پر آګاهانه عمل او د ملي اتحاد او اتفاق پر لا زیات تقویت ټینګار کوم.«

هغه دغه بريد يو بشري ضد جنایت او د افغانستان د خلکو د سولې او یووالي د دښمنانو کار بللی.

همدارنګه، د افغانستان د ملي مصالحې شورا پخواني رییس ډاکټر عبدالله عبدالله هم دغه برید غندلي دی.

هغه زیاته کړې: "پر مساجدو، خانقاګانو او تکیه خانو بریدونه بشري ضد جنایت او له اسلامي او انساني ارزښتونو سره په ټکر کې عمل دی."

د افغانستان د ملي ثبات ټولنې مشر ضياءالحق امرخېل هم دغه بريد غندلی او له کشفي او امنیتي ځواکونو يې غوښتي چې د امنیت ټینګښت ته ځانګړی پام وکړي.
دی وايي چې ولس دې هم په دې برخه کې خپل وس همکاري وکړي.

د ياد بريد مسوولیت تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخستی.

د راپورونو له مخې، د روانې غويي مياشتې په لومړۍ نېټه د بلخ په مرکز مزارشريف کې هم په يوه جومات کې چاودنې ۱۲ تنه ووژل او ۴۱ تنه نور يې ټپيان کړل

د دغې چاودنې مسووليت د داعش ډلې پر غاړه اخستی دی.

[/restrict]