ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېره اونۍ په افغانستان کې ۱۴ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

تېره اونۍ په افغانستان کې ۱۴ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

author avatar
7 May 2022 - 16:57
تېره اونۍ په افغانستان کې ۱۴ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
author avatar
7 May 2022 - 16:57

کابل (پژواک، ۱۷ غویی ۱۴۰۱): تېره اونۍ د وړمې په پرتله په هېواد کې د مرګ ژوبلې کچه څه باندې اته برابره کمه وه، او د نجونو پر مخ د ښوونځیو پرانيستل کېدو په اړه د یوه چارواکي څرګندونې د خلکو له هرکلي سره مخ شوې.

  • رییس‌الوزرا: نړۍ دې له موږ سره کړې ژمنې عملي کړي.
  • فرانسې، هند او ایران په افغانستان کې پر ټولګډون حکومت ټینګار وکړ.
  • متقي: د افغانستان د هوایي ډګرونو په اړه له قطري چارواکو سره خبرې په ښه ډول پای ته ورسېدې.
  • تېره اونۍ یو ځل بیا د نجونو ښوونځیو د لوړو ټولګیو د پرانيستل کېدو غوښتنې وشوې.
  • انس حقاني: ژر به د نجونو منځني او لېسه ښوونځیو دروازې پرانیستل شي.
  • تېره اونۍ هم له افغانستان سره بشري مرستو دوام درلود.
  • تېره اونۍ په افغانستان کې ۸ کسان وژل شوي او شپږ نور ټپیان وو.
  • غني: باید ابادۍ ته کار وکړو نه بربادۍ او مرګ ته.

مرګ ژوبله

تېره اونۍ په افغانستان کې لږ تر لږه اته کسان وژل شوي او شپږ نور ټپيان وو.

د مرګ ژوبلې په یادو شمېرو کې د طبیعي پېښو مرګ ژوبله نه ده شامله.

د راپورونو له مخې، د کابل ښار د درېيمې امنيتي حوزې اړوند سيمه کې پر کاسټر موټر چاودنه کې يوه ښځه ووژل شوه او درې نور ملکي وګړي ټپيان شول.

ځایي سرچینې وايي، په پنجشېر کې د دويمې حصې ولسوالۍ د ولسوال پر موټر چاودنه شوې او د ولسوال ورور په کې ټپي شوی دی.

د راپورونو له مخې، په اروزګان کې ناپېژاندو وسله والو دوه ملکي وګړي وژلي وو او په هلمند کې د يوې مرمۍ په چادونه کې يو ماشوم خپل ژوند له لاسه ورکړ او دوه نور ټپيان وو.

راپورونه ښیي، په بغلان کې د تاله او برفک ولسوالۍ جنايي مدير او د همدغه ولايت د برېښنا ریاست د عملیاتي څانګې مرستیال د ناپېژاندو وسله والو په ډزو کې ژوند له لاسه ورکړ.

دغه راز د نیمروز په زرنج ښار کې یوه ښځه وژل شوې وه او د میدان وردګو په چک ولسوالۍ کې د اوبو پر سر شخړه کې یو ځوان وژل شوی دی.

وړمه اوونۍ په افغانستان کې لږ تر لږه ۳۱ کسان وژل شوي او ۸۴ نور ټپيان وو.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د تېر کال د زمري میاشتې له تحول مخکې، په جګړو کې هره اونۍ سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښته.

غني: باید ابادۍ ته کار وکړو نه بربادۍ او مرګ ته

پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني په خپل اختریز پیغام کې وویل چې افغانستان له یوه خطرناک وضعیت سره مخ دی او له روانو حالاتو د وتلو یوازېنۍ لار ملي اجماع او یووالی دی.

هغه وویل: «اړتیا ده چې ټول افغانان پر ملي اجماع باندې وغږېږو او د لارې یوې نقشې ته راشو چې د یو هوسا، اباد، ازاد او بې‌طرفه افغانستان موخو ته ورسېږو او ټول ملا وتړو چې ابادۍ او ژوند ته کار وکړو، نه بربادۍ او مرګ ته.»

نړیوالې اړیکې

د افغانستان سرپرست حکومت ريیس الوزرا له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې له دوی سره کړې ژمنې عملي کړي. هغه زياتوي چې د افغانستان حکومت د هيڅ هېواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي.

دغه راز، د ایران د بهرنیو چارو وزارت وايي، هیله لري په افغانستان کې د ټول شمول دولت له جوړېدو او له «ترهکرۍ» سره د مبارزې بهیر په چټکېدو سره به له ګاونډيو او د سيمې له هېوادونو سره د افغانستان د همکارۍ زمینه پراخه شي.

تېره اونۍ، د فرانسې او هند مشرانو په افغانستان کې د ټولګډون حکومت پر رامنځته کېدو ټینګار وکړ، له سوله‌ییز، امن او باثبات افغانستان څخه یې خپل ملاتړ هم اعلان کړ.

دا په داسې حال کې ده چې د افغان چارواکو په وینا، اوسنی سرپرست حکومت ټولګډون دی، خو د لاټول‌ګډونوالي لپاره یې هڅې روانې دي.

راپورونه ښيي چې تېره اونۍ د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام ویسټ د پخواني حکومت د ملي پخلاینې شورا له رییس ډاکټر عبدالله او د بشري حقونو کمېسیون له مشرې شهرزاد اکبر سره د ټيلېفون پر لیکه پر ملي او سیاسي مسايلو، د نړیوالې ټولنې پر ښکېلتیا او مرستو پر دوام خبرې وکړې.

د راپورونو له مخې، د غويي مياشتې په دويمه، یو لوړپوړی افغان پلاوی قطر ته ولاړ څو د افغانستان د پنځو نړیوالو هوايي ډګرونو د قرارداد پر تخنیکي مسایلو د یاد هېواد له چارواکو سره خبرې وکړي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي، په قطر کې د کابل، مزارشریف، کندهار او هرات هوایي ډګرونو پر نړیوالو معیارونو د عملیاتي خدمتونو عرضې او پراختيا په اړه له قطري چارواکو سره مذاکرات په ښه توګه پای ته رسېدلي دي.

دغه راز، د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي د قطر د پرمختګ او ټولنیزو چارو له وزیرې مریم المسند سره په کتنه کې هغې ته بلنه ورکړې څو د ښځو، یتیمانو او معلولینو لیدو لپاره افغانستان ته سفر وکړي.

حقاني: د نجونو ښوونځیو پاتې ټولګي به هم ژر پرانيستل شي

د روان ښوونیز کال له پیل سره سم د افغانستان د پوهنې وزارت وویل چې د نجونو د منځنیو ښوونځیو او لېسو پیل تر بل امره ځنډېدلی دی. دغه وزارت ویلي وو چې دا ښوونځي به د یوې طرحې له وروستۍ کېدو وروسته پیل شي.

دغه اقدام په ملي او نړیواله کچه له غبرګونونو سره مخ شو او تېره اونۍ هم په دې اړه غبرګونونو شتون درلود.

د کورنیو چارو وزارت سلاکار انس حقاني په خوست کې یوې غونډې ته وویل چې په نږدې راتلونکې کې به د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې پرانیستل شي. د ده په وينا، چارواکي هيڅکله د هغه څه خنډ کېدای نه شي چې په اسلام او شريعت کې منع شوي نه وي.

هغه ویلي چې ډېر ژر به د نجونو د پاتې ښوونځیو د خلاصون لپاره د دیني عالمانو او مسلکي کسانو یوه غونډه جوړه شي.

د کابل ښار د زمان‌خان کلا د نجونو لېسې ښوونکې قدسيه عزیز وايي: «زه د يوې سابقه دارې ښوونکې په توګه د نجونو د لوړو ټولګيو په پیل کې د ځنډ له امله ډېره اندېښمنه وم… څو ورځې وړاندې مو واورېدل چې ښاغلي انس حقاني وویل چې ژر به د نجونو ښوونځیو لوړ ټولګي پرانيستل شي، ډېره خوشاله شوم او هیله منه يم چې دغه ښوونځي ژر پرانيستل شي.»

دغه راز، د کابل ښار د ابو ريحان البيروني د نجونو لېسې ښوونکې نظیفه، د نجونو د ښوونځيو له شپږم پورته ټولګیو په پیل کې ځنډ د توجيه وړ نه بولي، وايي ټول ښوونکي، زده کوونکي او د زده کوونکو کورنۍ له ياد وضعيته خوښ نه دي او دا تمه لري چې د نجونو ښوونځي مکمل ژر پرانيستل شي.

نظیفه وايي: «څو ورځې وړاندې مو د رسنيو له لارې واورېدل چې انس حقاني ویلي چې د نجونو ټول ښوونځي پرانيستل کېږي، دغه هیله بښونکي خبر ټول خوشاله کړي يو.»

د پکتيا د ديني عالمانو شورا هم له سرپرست حکومته غوښتنه وکړه چې د نجونو ښوونځي پرانيزي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي د افغانستان لپاره د امریکا له ځانګړي استازي سره د خبرو پر مهال یو ځل بیا د نجونو ښوونځیو پر ژر پرانیستل کېدو ټينګار وکړ.

پخواني ولسمشر اشرف غني هم په خپل اختریز پیغام کې په افغانستان کې د نجونو او هلکانو د زده کړو وضعیت ته هم اشاره کړې وه او تینګار یې کړی چې باید په دې برخه کې د نورو هېوادونو له تجربو استفاده وشي.

دغه راز د افغان ښځو او بشري حقونو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري ویلي، د یو شمېر اسلامي هېوادونو له سفیرانو سره د ليدنې پر مهال یې په افغانستان کې د نجونو د یادو ښوونځيو د بېرته پرانيستل کېدو غوښتنه کړې ده.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (يونيسف) هم په افغانستان کې د نجونو د منځني ښوونځيو او لېسو په پیل کې د ځنډ په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

د بشري مرستو دوام

مرکزي بانک وايي، په افغانستان کې د تېرې زمري میاشتې له تحول وروسته تر اوسه دغه هېواد ته د نړيوالې ټولنې څه باندې ۷۶۰ ميلیون ډالر نغدي مرسته رسېدلې ده.

دغه راز تېره اونۍ ازبکستان له افغانستان سره څلور زره ټنه خوراکي توکي- چې اوړه، غوړي، غنم، البسه، درمل، واکسین او نور په کې شامل دي- مرسته وکړه.

په ورته مهال، د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت (یوناما) ویلي چې له افغانانو سره د ثبات، اوږدمهاله سولې او د ټولو ل‍پاره د یوې سوکاله راتلونکې په موخه خپل ملاتړ، مرستو او ملګرتیا ته دوام ورکوي.

دغه راز،روسيې هم تېره اونۍ وویل، غواړي له افغانستان سره د کرنې، ټرانزيټ او انرژۍ په برخو کې په مستقیم ډول همکاري ولري.

Visits: 124

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.