Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د اسټرالیا د سولې او اقتصاد انسټیټیوټ په یوه تازه راپور کې ویلي، په ۲۰۲۳ کال کې افغانستان د هغو هېوادونو په سر کې دی چې د ترهګرۍ له امله د رامنځته شوو پېښو کچه په کې تر ټولو ډېره ټيټه شوې ده.
د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت وایي، د ا.ا له بیا واکمنېدو راوروسته د دغه وزارت له لوري د علماوو او مشرانو په مرسته ۱۲۷۱ هغه شخړې حل شوې چې له امله یې ۱۰۱۴ کسانو ته مرګژوبله اوښتې وه.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي، د سیمې له هېوادونو، په ځانګړې توګه ایران سره د سوداګریزو اړیکو پراختیا په موخه د افغان – ایران خونې غونډه وکړه.
د کابل امنیه قومانداني وایي چې د کابل ښار ۱۶مې امنیتي حوزې مربوطاتو کې یې یو کس د انسانتښتونکو له منګولو ژغورلی او په تړاو یې دوه کسان نیولي دي.
ټولنیزو پاڼو کې خپرې شوې هغه اوازې ناسمې دي چې ګواکې عبدالرب رسول سیاف په ترکیه کې نیول شوی دی.
د کلیو پراختیا او بیارغونې وزارت وایي چې په میدانوردګو ولایت کې د څه باندې ۳۲۳ میلیون افغانیو په لګښت د ۴۵۱ بېلابېلو پروژو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
په چین کې د افغانستان سفارت وایي، په دغه هېواد کې مېشت افغانانو ته یې د پاسپورټونو وېشلو لړۍ پیل کړې او پر شرایطو برابر کسان کولی شي له دغه سفارته نوي پاسپورټونه ترلاسه کړي.
یوه سرچینه وایي چې ازبکستان کې د افغانستان سفارت ټولې چارې اسلامي امارت ته سپارل شوې او مغفورالله شهاب هلته د نوي سرپرست سفیر په توګه ټاکل شوی دی.
په افغانستان کې د بېپولې ډاکټرانو مشر د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال سره لیدنه کې ویلي چې روان کال یې په هېواد کې ۷۰۰ زره کسانو ته په بېلابېلو برخو کې روغتیایي خدمتونه وړاندې کړي دي.
د امریکا متحده ایالتونو بهرنیو چارو وزارت په یوه ستراتیژیک سند کې راغلي چې دغه هېواد په افغانستان کې د کونسلي خدمتونو د پیل لپاره هڅې کوي خو د دغه وزارت یوه ویاند ویلي چې په لنډ وخت کې داسې کوم پلان نشته.
د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر په کابل کې د ترکیې له سفیر سره په لیدنه کې پر دوه اړخیزې سوادګرۍ او افغان سوداګرو ته د ویزو ورکولو برخه کې د لازمو اسانتیاوو پر برابرولو خبرې کړې دي.
د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، یوه روسي پانګوال د افغانستان د نفرایټ، لاجورد او مرمر کانونو برخه کې د پانګونې او ګډو استخراجي شرکتونو جوړولو لپاره لېوالتیا ښودلې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP