امنيتي ځواکونو د کابل د طبي پوهنتون استاد ډاکټر فواد پيرزاد د تښتوونکو له بنده ژغورلی او خپلې کورنۍ ته يې سپارلی دی.
د ملي دفاع وزارت وايي، بريد جنرال ډاکټر عبدالولي احمدزى د صحي قوماندانۍ د سرپرست مرستيال او ډګروال ډاکټر يما نجرابي د يادې قوماندانۍ د پلان او پاليسۍ معاونيت د سرپرست په توګه ټاکل شوي دي.
ځينې مېرمنې د افغانستان د کنګل شوې پانګې په اړه د امريکا پرېکړه دردوونکې بولي، وايي د سپټمبر ۱۱مې د برید عاملين افغانان نه دي؛ یاده شتمني د افغانانو ده او امريکا دې په دې اړه پر خپلې پرېکړې له سره غور وکړي.
کابل (پژواک، ۲۴ سلواغه ۱۴۰۰): د امریکا ولسمشر له خپل روسي سيال سره په خبرو کې خبرداری ورکړی چې که روسيه پر اوکراين بريد وکړي،
د هالنډ عمومي څارنوالي وایي، د هغه ۷۶ کلن افغان الاصله هالنډي محاکمه چې په اتیایمه لسیزه کې په افغانستان کې پر جنګي جنایاتو تورن دی، راتلونکې اوونۍ د هالنډ په لاهه ښار کې پیلېږي.
پاکستاني چارواکي وايي، د افغانستان لپاره د پاکستان ۳۱۰ ټنه بشري مرستې په تورخم کې ځايي چارواکو ته سپارل شوې دي.
کابينې د سيم کارتونو د ثبت او بايوميټريک کولو وړاندیز تایید کړی او د چارو ادارې ته يې دنده سپارلې څو د پخوانیو چارواکو بې برخليکه کورونه په خپل کنټرول کې راولي.
افغان امنيتي ځواکونه وايي، تېره شپه يې د کابل ښار د ۷مې امنيتي حوزې اړوند د جای رييس په سيمه کې يو کس د درېیو ښځو د وژلو په تور نیولی دی.
د کابل امنيتي مسوولين وايي چې په کابل ښار کې د غلا او وژنې په تور د دوو ښځو په ګډون اته کسان نيول شوي دي.
د بریتانیا د پوځ پخوانی مشر ډېوېډ ریچارډز وايي،«هغه وخت رارسېدلی چې ومنو، جګړه مو بایللې» او بايد د افغانانو د خوندي کولو لپاره د دې هېواد له «نويو مشرانو» سره په ګډه کار وشي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي استازي د رییس الوزراء له مرستیال سره د لیدنې پر مهال د فعالو ښځو پر ورکې اندېښنه ښودلې او د حکومت دغه چارواکي ویلي چې د یادو مېرمنو پيدا کېدو لپاره هڅې روانې دي.
ځینې سرچینې وایي، د افغانستان کرکټ د ۱۹ کلنو لوبډلې یو لوبغاړی او د کرکټ بورډ درېیو کارکوونکو، انګلستان کې د پناه غوښتنه کړې، خو کرکټ بورډ هلته یواځې د درېیو اداري کارکوونکو پاتې کېدل تاییدوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP