ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان کرکټ بورډ لږ تر لږه درېیو کسانو انګلستان کې د پناه غوښتنه کړې

د افغانستان کرکټ بورډ لږ تر لږه درېیو کسانو انګلستان کې د پناه غوښتنه کړې

کابل(پژواک، ۱۸ سلواغه ۱۴۰۰): ځینې سرچینې وایي، د افغانستان کرکټ د ۱۹ کلنو لوبډلې یو لوبغاړی او د کرکټ بورډ درېیو کارکوونکو، انګلستان کې د پناه غوښتنه کړې، خو کرکټ بورډ هلته یواځې د درېیو اداري کارکوونکو پاتې کېدل تاییدوي.

امریکا غږ خبر ورکړی چې د افغانستان کرکټ د ۱۹ کلنو لوبډلې یو لوبغاړی او د کرکټ بورډ درېیو کارکوونکو بریتانیا کې پناه غوښتې. سرچینه لیکي چې تر اوسه د دغو کسانو نومونه نه دي څرګند شوي.

سرچینه لیکي چې د افغانستان کرکټ بورډ دوو سرچینو هم تایید کړې چې یادو څلورو تنو په ویسټ انډیز کې د نولس کلنو د نړیوال جام په سیالیو کې تر برخې اخیستو وروسته په انګلستان کې ۴۸ ساعته اقامت درلود او هلته یې افغانستان ته د نه تللو پرېکړه کړې او پناه یې غوښتې ده.

خو د افغانستان کرکټ بورد په دې اړه پژواک خبري اژانس ته وویل: «هو، کرکټ بورډ یی تاییدوي چې درې اداري کارکوونکي پاتې شوي دي.»

له سرچینې مو انګلستان کې د یو تن لوبغاړي د پاتې کېدو په اړه هم وپوښتل، خو ویې ویل چې دوی په دې اړه یوازې د درېیو اداري کارکوونکو خبر تر لاسه کړی دی.

ټاکل شوې وه چې له ویسټ انډیز څخه له نولس کلونو د ټیټ عمر لوبډله راستنه او په کابل کې ورته د ښه راغلاست ناسته جوړه شي، خو دغه ناسته وځنډول شوه.

داسې شمېرې نشته چې څومره افغان لوبغاړو په تېرو دوو لسیزو کې په بهرنیو هېوادونو کې پناه اخیستې، خو د راپورونو له مخې پخوا هم د افغانستان د بېلابېلو لوبو د ځینو فدراسیونونو کسان په اروپايي هېوادونو، کاناډا او استرالیا کې پاتې شوي و.

Visits: 734

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.