نن په کابل کې په یوه غونډه کې د رسنیو له خوا واقعیتونو ته په پام د خلکو د اذهانو پر روښانتیا او د پراخ بنسټه حکومت پر جوړښت ټینګار وشو.
کابل (پژواک، ۲۲ کب ۱۴۰۰): د افغانستان او ترکیې د بهرنیو چارو وزیرانو، د کابل په ګډون د افغانستان د نړیوالو هوايي ډګرونو پر موضوع
د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان وایي، د یاد سازمان په بودجه کې چې د افغانستان لپاره تصویبېږي، پر بشري مرستو، د نیمګړو پروژو پر بشپړولو او اوږدمهاله پروژو به متمرکزې وي.
یو پاکستاني چارواکی وايي، له افغانستان سره د هوکړې له مخې، د افغانستان او پاکستان باروړونکي موټر د لنډمهال اسنادو په ترلاسه کولو سره دواړو لورو ته تګ راتګ کولای شي.
یو راپور ښيي چې افغانستان په ۲۰۲۱ کال کې هم له ترهګرۍ د اغېزمنو هېوادونو د نوملړ په سر کې دی؛ خو افغان چارواکي وایي، اوس په افغانستان کې کومه ستره ستونزه نشته او ټول خطرات له منځه وړل شوي.
کابل (پژواک، ۱۰ کب ۱۴۰۰): د سردار محمد داوود خان د ۴۰۰ بستریز روغتون ډاکټرانو په اورتوپیدي څانګه کې د غوره او معیاري روغتیايي خدمتونو
راپورونه ښيي چې تر پرونه اوکراین کې ۳۵۲ ملکي وګړي وژل شوي، ۱۶۸۴ نور ټپيان دي او ۳۶۸ زره اوکرانيانو خپل هېواد پرې ایښی دی.
د کابل امنیه قومانداني وايي، په تېره يوه اوونۍ کې په کابل کې د غلا، وژنو، سړي تښتونې او يو شمېر نورو جرمونو په تړاو ۷٦ تنه نيول شوي او دوسيې یې محاکمو ته استول شوې دي.
د کورنيو چارو وزارت، امنیتي ځواکونو ته امر کړی چې د مظنونینو د تعقیب او پلټنې په پلمه د خلکو پر کورونو د شپې چاپې ونه وهي او د ګزمې او پیرې پر مهال یوازې هغه مهال د دفاعي ډزو حق لري چې تر برید لاندې راشي.
ملي دفاع وزارت وايي، له تېر حکومت څخه پاتې شاوخوا ۳۰۰ زره ميله سپکې او ۲۶ زره میله درنې وسلې، ۶۱ زره پوځي وسایط او ۸۱ چورلکې او پوځې الوتکې یې ثبت کړي او د مهماتو ډیپوګانې هم پر خپل ځای ساتل شوې دي.
کابل (پژواک، ۲ کب ۱۴۰۰): د تېر حکومت د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب، کابل ته د پخواني ولسمشر اشرف غني د ستنېدو اوازې ناسمې
د ایران لوی درستیز د سیستان او بلوچستان ولایت د مرکزي سیمو د لیدنې پر مهال ويلي چې د افغانستان او ایران ترمنځ د ګډې پولې د ډاډ وړ امنیت لري او که چېرې کوم جزيي مسایل هم وي، د دواړو هېوادونو د پوله ساتو ځواکونو ترمنځ هوارېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP