Username or E-mail:
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
کابل (پژواک، ۲ کب ۱۴۰۰): د تېر حکومت د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب، کابل ته د پخواني ولسمشر اشرف غني د ستنېدو اوازې ناسمې
د ایران لوی درستیز د سیستان او بلوچستان ولایت د مرکزي سیمو د لیدنې پر مهال ويلي چې د افغانستان او ایران ترمنځ د ګډې پولې د ډاډ وړ امنیت لري او که چېرې کوم جزيي مسایل هم وي، د دواړو هېوادونو د پوله ساتو ځواکونو ترمنځ هوارېږي.
امنيتي ځواکونو د کابل د طبي پوهنتون استاد ډاکټر فواد پيرزاد د تښتوونکو له بنده ژغورلی او خپلې کورنۍ ته يې سپارلی دی.
د ملي دفاع وزارت وايي، بريد جنرال ډاکټر عبدالولي احمدزى د صحي قوماندانۍ د سرپرست مرستيال او ډګروال ډاکټر يما نجرابي د يادې قوماندانۍ د پلان او پاليسۍ معاونيت د سرپرست په توګه ټاکل شوي دي.
ځينې مېرمنې د افغانستان د کنګل شوې پانګې په اړه د امريکا پرېکړه دردوونکې بولي، وايي د سپټمبر ۱۱مې د برید عاملين افغانان نه دي؛ یاده شتمني د افغانانو ده او امريکا دې په دې اړه پر خپلې پرېکړې له سره غور وکړي.
کابل (پژواک، ۲۴ سلواغه ۱۴۰۰): د امریکا ولسمشر له خپل روسي سيال سره په خبرو کې خبرداری ورکړی چې که روسيه پر اوکراين بريد وکړي،
د هالنډ عمومي څارنوالي وایي، د هغه ۷۶ کلن افغان الاصله هالنډي محاکمه چې په اتیایمه لسیزه کې په افغانستان کې پر جنګي جنایاتو تورن دی، راتلونکې اوونۍ د هالنډ په لاهه ښار کې پیلېږي.
پاکستاني چارواکي وايي، د افغانستان لپاره د پاکستان ۳۱۰ ټنه بشري مرستې په تورخم کې ځايي چارواکو ته سپارل شوې دي.
کابينې د سيم کارتونو د ثبت او بايوميټريک کولو وړاندیز تایید کړی او د چارو ادارې ته يې دنده سپارلې څو د پخوانیو چارواکو بې برخليکه کورونه په خپل کنټرول کې راولي.
افغان امنيتي ځواکونه وايي، تېره شپه يې د کابل ښار د ۷مې امنيتي حوزې اړوند د جای رييس په سيمه کې يو کس د درېیو ښځو د وژلو په تور نیولی دی.
د کابل امنيتي مسوولين وايي چې په کابل ښار کې د غلا او وژنې په تور د دوو ښځو په ګډون اته کسان نيول شوي دي.
د بریتانیا د پوځ پخوانی مشر ډېوېډ ریچارډز وايي،«هغه وخت رارسېدلی چې ومنو، جګړه مو بایللې» او بايد د افغانانو د خوندي کولو لپاره د دې هېواد له «نويو مشرانو» سره په ګډه کار وشي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن