ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هرات کې یو ماشوم د انسان تښتوونکو له بنده ژغورل شوی

هرات کې یو ماشوم د انسان تښتوونکو له بنده ژغورل شوی

author avatar
20 Mar 2022 - 15:21
هرات کې یو ماشوم د انسان تښتوونکو له بنده ژغورل شوی
author avatar
20 Mar 2022 - 15:21

کابل (پژواک، ۲۹ کب ۱۴۰۰): د استخباراتو عمومي ریاست د انسان تښتوونکو له منګولو د یوه ماشوم د ژغورنې خبر ورکړی او وایي، یو انسان تښتوونکی نیول شوی او بل له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې وژل شوی دی.

د یادونې ده، دغه ماشوم تېره اوونۍ په هرات ښار کې تښتول شوی و.

د استخباراتو ریاست نن (د کب ۲۹مه) په یوه ټويټ کې لیکلي، په هرات کې د استخباراتو ځواکونو د ارشاد په نوم یو ماشوم د انسان تښتوونکو له بنده راخوشی کړی دی.

سرچینه لیکي چې د یادو عملیاتو په پایله کې یو انسان تښتوونکی نیول شوی او بل له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې وژل شوی دی.

د سرچینې د معلوماتو پر اساس، ارشاد یوه اوونۍ مخکې د هرات ښار له دوولسمې ناحیې تښتول شوی اوس بېرته خپلې کورنۍ ته تسلیم شو

د استخباراتو ریاست له خوا چې کومه ویډیو خپره شوې، د یاد ماشوم پلار وایي: «یوه اوونۍ کېږي چې زوی مې تښتول شوی و، استخباراتي ځواکونو مې زوی راته تسلیم کړی او انسان تښتوونکي یې هم د خپلو اعمالو پر سزا ورسول.»

په دې ویډیو کې عزیزالله چې ځان د هرات د انجیل ولسوالۍ معرفي کوي، وایي: «دغه ماشوم چې څو ورځې مخکې تښتول شوی و، پرون د استخباراتو له خوا وموندل شو او زه هم ونیول شوم.»

Visits: 18

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.