کابل (پژواک، ۸ وری ۱۴۰۱): د استخباراتو ریاست وايي، امنيتي ځواکونو د وردګ ولایت د بهسود ولسوالۍ اړوندو سیمو کې د عبدالغني عليپور ۵۰ میله وسلې تر لاسه کړي دي.

د استخباراتو ریاست پر خپل ټويټر ليکلي، په دغو وسلو کې ۴۶ میله کلاشینکوفونه، یو راکټ، یو میل پیکا، یوه تومانچه او یو میل سل ډزی شامل دي.

عبدالغني عليپور چې مخکې د نامسوولو وسله والو په لرلو، په لارو کې د باج اخیستو او د خلکو پر ځورولو تورن و، د ۱۳۹۷ لمریز کال د لېندۍ په څلورمه امنیتي ځواکونو په کابل کې ونیو؛ خو وروسته د مخکیني ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش په ضمانت خوشی شو. نوموړي هغه مهال ژمنه وکړه چې وسلې به يې ثبتوي او دولت ته به سپاري.

خو د راپورونو له مخې، د هغه وسله والو د تېر کال د کب میاشتې په ۲۹مه د وردګ ولایت په بهسود ولسوالۍ کې د ملي دفاع وزارت یوه چورلکه وغورځوله.

دا مهال څرګنده نه ده چې علیپور چېرته دی.

د يادونې وړ ده چې د تېر کال د مرغومي په ۲۷مه هم امنیتي ځواکونو د وردګ ولایت په بهسود ولسوالۍ کې د عليپور د وسلو او مهماتو د دوو پټنځایونو د موندلو خبر ورکړی و.