ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېره اوونۍ په افغانستان کې ۲۹ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

تېره اوونۍ په افغانستان کې ۲۹ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
16 Apr 2022 - 15:41
تېره اوونۍ په افغانستان کې ۲۹ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
16 Apr 2022 - 15:41

کابل (پژواک، ۲۷ وری ۱۴۰۱): تېره اوونۍ له امنیتي او اقتصادي پلوه د افغانستان لپاره ښه وه؛ ځکه چې د مرګ ژوبلې کچه پکې ۶۰ سلنه راولوېده او بلخوا ۹۶ میلیون ډالره نغدي مرسته کابل ته راورسېده.

د اوونۍ مهم خبرونه:     

  • تېره اوونۍ ۹۶ میلیون ډالره مرسته افغانستان ته راورسېده.
  • امریکا، هند او ایران، افغانستان کې د «ټول‌‌ګډونه حکومت» پر جوړېدو ټینګار وکړ.
  • ملګري ملتونه او امریکا په افغانستان کې بشري وضعیت د اندېښنې وړ بولي.
  • د افغانستان سرپرست حکومت: افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه اندېښنې بېځایه دي.
  • امریکا او ملګرو ملتونو یو ځل بیا افغانستان کې د نجونو د ټولو ښوونځيو پر پرانیستلو ټینګار وکړ.
  • تېره اوونۍ افغانستان کې ۲۶ تنه وژل شوي او درې ټپیان دي.

مرګ ژوبله

تېره اوونۍ په افغانستان کې لږ تر لږه ۲۶ کسان وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

د مرګ ژوبلې په یادو شمېرو کې د طبیعي پېښو مرګ ژوبله شامله نه ده.

د راپورونو له مخې، کابل ښار کې یوې چاودنې یو امنیتي کس ټپي کړ؛ امنيې قوماندانۍ د درېیو غلو د وژلو خبر ورکړ او د کابل په خاکجبار ولسوالۍ کې د دوو ناپېژاندو کسانو مړي وموندل شول.

دغه راز ځایي چارواکي وایي چې تېره اوونۍ د بدخشان په کوهستان ولسوالۍ کې اته «وسله وال مخالفین» وژل شوي دي.

امنیتي چارواکي وايي، تېره اوونۍ د پروان په بګرام ولسوالۍ کې يو انسان تښتوونکی وژل شوی؛ خو د یاد کس کورنۍ وايي چې هغه بې‌ګناه و.

د راپورونو له مخې، يو تن په لغمان ولایت کې درې کسان او يو بل تن فارياب ولایت کې پنځه کسان وژلي چې ياد کس بيا له امنيتي ځواکونو سره په نښته کې وژل شوی دی.

تېره اوونۍ د ميدان وردګو په جلريز ولسوالۍ کې د ناچاودې مرمۍ چادونې دوه ماشومان ټپيان کړل، غور ولایت کې يو تن په مرموز ډول وژل شوی، سمنګان ولایت کې ناپېژاندو وسله والو يو تن وژلی او په همدې ښار کې د يوه ځوان مړی هم موندل شوی دی.

وړمه اوونۍ په افغانستان کې لږ تر لږه پنځه کسان وژل شوي او ۶۸ نور ټپيان وو.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د تېر کال د زمري میاشتې له سیاسي بدلون مخکې، هره اوونۍ سلګونو کسانو ته په جګړو کې مرګ ژوبله اوښته.

۹۶ میلیون ډالره مرسته

تېره اوونۍ په درېیو پړاوونو کې د نړیوالې ټولنې ۹۶ میلیون ډالره نغدي مرستې راورسېدې. افغانستان کې له سياسي بدلون وروسته د یادې مرستې په ګډون له ۶۹۲ میلیون ډالر ډېرې نغدي مرستې رارسېدلې دي.

راپورونه ښيي چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ دفتر له افغانستان سره د سویډن ۷.۲ ميليون ډالر بشري مرستو له ډېرېدو خبر ورکړی دی.

له دې سره سم، د افغانستان بيارغونې لپاره د امريکا د څار اداره (سيګار) وايي، له افغانستان سره به د امريکا متحده ایالتونو مرستې دوام ولري.

نړیوال بانک تېره اوونۍ وویل چې که افغان چارواکي وغواړي، د افغانستان اقتصاد سقوط نه کوي؛ ځکه چې په افغانستان کې امنیت هم شته او طبیعي زیرمې هم لري.

ټول‌ګډونه حکومت

تېره اوونۍ د امریکا متحده ایالتونو، هند او ایران یو ځل بیا په افغانستان کې د ټول‌ګډونه حکومت  پر جوړولو ټینګار وکړ.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د سرپرست حکومت چارواکو ویلي چې دغه حکومت ټول‌ګډونه دی؛ خو د لا ټول‌ګډونوالي لپاره یې هڅې کوي.

بشري حقونه

د فرانسې پارلمان له پنځوسو ډېرو غړو د دغه هېواد له ولسمشره په یوه لیک کې وغوښتل چې د افغانستان سرپرست حکومت پر چارواکو دې له بشري او د ښځو له حقونو «د سرغړونې له امله» بندیزونه ولګول شي.

د امریکا متحده ایالتونو په افغانستان کې د بشري حقونو پر وضعیت اندېښنه ښودلې او ادعا کوي چې په افغانستان کې د نوي سرپرست حکومت په راتګ سره په دغه هېواد کې بشري ناورین رامنځ ته شوی؛ خو افغان چارواکي دا اندېښنې بې‌ځایه ګڼي او وایي، افغانستان کې ټول مشروع بشري حقونه خوندي او په اړه یې اندېښنې بې‌ځایه دي.

دغه راز، د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو کميسياري بيا په افغانستان کې د مېرمنو وضعیت د اندېښنې وړ ګڼلی او وايي، افغانان له ګڼو ستونزو سره لاس او ګريوان دي چې ډېری قربانيان يې مېرمنې او نجونې دي.

خو د افغانستان سرپرست حکومت وایي چې ښځو ته په شرعي چوکاټ کې د هغوی ټول حقونه ورکوي.

د نجونو زده کړې

د روان کال د وري په درېیمه په افغانستان کې نوی ښوونیز کال پیل شو؛ خو حکومت د نجونو تر شپږم پورته ټولګيو پرانيستل تر امر ثاني پورې وځنډول، ویې ويل چې دغه ښوونځي به د یوې طرحې له بشپړېدو وروسته پرانيستل شي.

دغه اقدام له غبرګونونو سره مخ شو.

د ملګرو ملتونو د کډوالو نړیوال سازمان تيره اوونۍ وویل، تمه لري نجونو او هلکانو ته د یو شان زده کړو زمینه برابره شي؛ څو وکولای شي د افغانستان راتلونکې سوله تامین کړي.

دغه راز، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، که د افغانستان سرپرست حکومت د نجونو د ثانوي زده کړو په اړه کړې پرېکړې بیرته وانخلي، دا به له دوی سره د امریکا او نړیوالې ټولنې پر تعامل او اړیکو جدي پایلې ولري.

خو د افغانستان د رییس والوزرا لومړی مرستيال ملا عبدالغني برادر چې وړمه ورځ فراه ولایت ته تللی و، هيله مندي ښودلې چې ښايي له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي بېرته پرانیستل شي.

د پخوانیو ځواکونو انسجام

د افغانستان د مخکني حکومت یو جنرال سید سمیع سادات وایي، ډېر ژر به د مخکنیو ځواکونو انسجام پیل کړي؛ خو د اوسني حکومت چارواکي وایي، دا څرګندونې په غبرګون نه ارزي؛ ځکه چې هيڅ هم نه شي کولای.

Visits: 123

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.