کابل (پژواک، ۲ کب ۱۴۰۰): د تېر حکومت د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب، کابل ته د پخواني ولسمشر اشرف غني د ستنېدو اوازې ناسمې بولي او وايي، غني د داسې «اساسي بحث» ملاتړ کوي چې د هېواد د ټولو وګړو استازیتوب په کې وي.
د افغانستان تېر حکومت د روان کال د زمري ۲۴مه له منځه لاړ او ځای یې اوسني سرپرست حکومت ونیو.
پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني، حمدالله محب او د تېر حکومت یو شمېر نور چارواکي هم په همدې ورځ له کابله ووتل.
غني دا مهال په عربي متحده اماراتو کې ژوند کوي.
په دې وروستیو کې داسې ګنګوسې خپرې شوې چې ګواکې اشرف غني کابل ته راستنېږي، دغه اوازې وروسته له هغه خپرې شوې چې د تېر حکومت د سولې په چارو کې د دولت وزیر او غني ته نږدې کس سلام رحیمې د تېرې سلواغې په ۲۳مه کابل ته راغی.
د محمد اشرف غني ورور حشمت غني درې ورځې مخکې له دویچه وله ته ویلي وو چې که د اشرف غني شتون په افغانستان کې اړین وي، هغه چمتو دی چې هېواد ته لاړ شي.
خو د تېر حکومت د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب تېره شپه پر خپل ټویټر لیکلي چې کابل ته د اشرف غني د ستنېدو اوازې بې بنسټه دي.
هغه ویلي چې غني تل د ټولو افغانانو لپاره پر یوې داسې پایداره سولې باورمن او ورته ژمن دی چې ارزښتونه په کې تر پښو لاندې نه شي.
د ده په وینا، غني اوس هم د ولس د خیر لپاره د داسې اساسي بحث ملاتړ کوي چې د هېواد د ټولو وګړو استازیتوب په کې وي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










