Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د روسیې د ملي امنیت شورا منشي په داسې حال کې تهران ته تللی چې د اسماعیل هنیه له ترور وروسته ترینګلتیا ډېره شوې او په منځني ختيځ کې د جګړې پراخېدو د مخنیوي لپاره د هڅو په دوام د اردن د بهرنیو چارو وزیر هم ایران ته سفر کړی دی.
له افغانستانه سعودي عربستان ته د عمرهکوونکو د تلو لړۍ بېرته پیل شوه او د حج او اوقافو وزارت مرستیال له شرکتونو وغوښتل چې د عمرې لګښتونو کې کموالی راولي.
د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وايي چې د احمدشاه بابا د کور ترمیماتي چارې ۷۰ سلنه بشپړې شوې او پاتې کارونه به يې په راتلونکو شاوخوا درې مياشتو کې تکمیل شي.
د پوهنې وزارت وايي، د کابل په شکردرې ولسوالۍ کې د څه باندې لسنیم میلیون افغانيو په لګښت د یو منځني ښوونځي د ودانۍ جوړولو چارې پيل شوې.
د دوحې په ناسته کې د ا.ا د پلاوي مشر ذبیحالله مجاهد وایي، دا غونډه د افغانستان په ګټه پای ته ورسېده، د بېلابېلو هېوادونو له استازو سره ۲۴ نورې ناستې هم وشوې، په دې ناستو کې د افغانستان دریځ ومنل شو او اسلامي امارت به په ورته غونډو کې ګډون کوي.
د څارویو پلورونکو د معلوماتو له مخې، د څارویو بیې د تېر کال د همدې ورځو په پرتله په منځنۍ کچه په کابل کې نږدې ۱۶ سلنه او کندهار کې څه باندې پنځه سلنه لوړې شوې دي.
تېره اونۍ، ځینو سرچینو د نجونو زدهکړو د ځنډ پر زر ورځني دوام اندېښنه وښوده، مسکو له ا.ا سره د اړیکو ټینګښت اړتیا وبلله او بېلابېلو هېوادونو له افغانستان سره شاوخوا یو میلیارد ډالره مرسته اعلان کړه.
د ملي دفاع وزارت وايي چې د هرات په ۲۰۷ الفاروق قولاردو کې ۳۸۰ میله بېلابېلې وسلې او ۲۱۳ پوځي وسایط ترمیم شوي دي.
د ترکي رسنیو د راپورونو له مخې، دغه هېواد پرېکړه کړې چې د روان ميلادي کال تر پايه د ترکیې – ایران – ترکمنستان له لارې افغانستان ته خپلې بشري مرستې ولېږي.
د ګلوبل ایکسپرېشن «Global Espression» په نوم سازمان د بیان ازادۍ په اړه راپور خپور کړی، ویلي یې دي چې د نړۍ تر نیمایي ډېر (څلور عشاریه دوه میلیارده) وګړي د بیان ازادۍ له مخې په بحراني هېوادونو کې ژوند کوي.
بلوچستان کې د يوه مقناطيسي ماين چاودنه کې د خضدار پرېس کلب په نوم یوه خبري مرکز د مشر مولانا محمدصدیق مېنګل په ګډون درې کسان وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.
د کابل امنيه قومانداني وايي، د کابل ښار د اووهلسمې امنيتي حوزې اوسېدونکی لس کلن ماشوم چې څلور کاله مخکې له خپلې کورنۍ څخه نادرکه شوی و، پیدا او کورنۍ ته وسپارل شو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP