Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت وایي، د ملي تدارکاتو کمېسیون له لوري د شاوخوا اته میلیارد افغانیو په لګښت ۲۵ بېلابېلې پروژې منظور شوې.
د کابل امنیه قوماندانۍ وایي، د ورور له ۲۵ کلن زندان څخه ژغورل شوې مېرمن نېکبخته د ورپېښې ناروغۍ له امله مړه شوه.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال یو ځل بیا ټینګار کړی او ویلي یې دي، د یوه هېواد د اقتصاد او سیاست پر پښو درېدو او له نړۍ سره یې د سیال کېدو یوازېنۍ لار د ټولو پر مخ د زدهکړو دروازو خلاصېدل دي.
د افغانستان اسلامي امارت د کابینې غونډه کې په خوست کې د سرطاني ناروغیو د کمپلېکس جوړولو طرحه تائید شوه.
د امریکا له ګوانتانامو زندان زندان څخه خوشې شوي دوه تنه افغانان په عمان کې له اوه کلنۍ نظر بندۍ وروسته د دوشنبې په ورځ هېواد ته ستنېږي.
ملا حمدالله فطرت د اسلامي امارت مرستیال ویاند په توګه ګومارل شوی دی.
د خیبر پښتونخوا په بونیر سیمه کې د پاکستاني پولیسو یوه بس موټر له لارۍ سره ټکر کړی چې له امله یې ۴۰ کسان ټپیان شوي دي.
د کړکېچ نړۍواله ډله وایي، د سیمې هېوادونه له کابل سره د امنیت او سوداګرۍ برخو کې د تعامل په لټه کې دي او لوېدیځ هېوادونه باید د دې ارزښتناکې هڅې مخه ونه نیسي.
د بهرنیو چارو وزارت وايي، سبا په کابل کې د ګاونډیو او سېمهییزو هېوادونو د ځانګړو استازو او سفیرانو په ګډون «د افغانستان د سېمهییزې همکارۍ ابتکار» غونډه جوړیږي.
د خوړولو او درملو ملي اداره وایي، په بلخ ولایت کې یې دوه ټانکره او ۴۷۰ بېلره بېکیفیته غوړي کشف او ضبط کړي دي.
بدخشان کې لوېدلې الوتکه یوه روسي سوداګر خپلې ناروغې مېرمنې ته – چې د درملنې لپاره یې روسیې ته لېږدوله، چارتر کړې وه خو د لوېدو پېښه کې یې دواړو مړه شوي او د ویلو ده چې دغه سوداګر ته پوتین د ښه کار جایزه هم ورکړې وه.
د افغانستان د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت وایي، لومړني معلومات ښیي چې یوه روسۍ الوتکه چې له هند څخه د تاشکند په موخه الوتې وه، احتمالاً د بدخشان د زیباک او کران او منجان ولسوالیو کې لوېدلې وي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP