منځپانګې ته تلل
جمعه ۱۳ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۲۰ غ.م
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
لړه · ↑۱۳° ↓۳°
د هوا کیفیت: منځنی

ملا حمدالله فطرت د اسلامي امارت مرستیال ویاند وټاکل شو

· ۱ دقیقه لوستل · ۳۱۹ کتنې · تازه شوی

کابل (پژواک، ۲۲ سلواغه ۱۴۰۲): ملا حمدالله فطرت د اسلامي امارت مرستیال ویاند په توګه ګومارل شوی دی.

‏⁧‫دغه څرګندونې د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد پر خپله اېکس‌پاڼه کړي دي.

هغه لیکلي چې فطرت د اسلامي امارت د مشرتابه د لارښوونې پر اساس مرستیال ویاند ټاکل شوی دی.

ملا حمدالله فطرت له دې مخکې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د ویاند په توګه دنده ترسره کوله.