کابل (پژواک، ۱۳ وږی ۱۴۰۲): د امر بالمعروف نهی عنالمنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت وایي، په فشار نه بلکې په احسنه طریقه باید د منکراتو
د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، ا.ا د ټاپي پروژې د کار د پيل کېدو غوښتونکی دی او دغه برخه کې له هیڅ ډول همکارۍ ډډه نه کوي.
د ایران تسنیم خبري اژانس لیکلي، د دې رسنۍ یو فوټو خبریال محمدحسین ولایتي په کابل کې د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوی، خو اسلامي امارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د افغانستان په شپږو ولایتونو کې د ماشومانو ژغورنې صندوق سروې ښیي چې سروې کې د شاملو ماشومانو ۳۸ سلنه په تېرو دوو کلونو کې د اقلیمي بدلونونو له امله له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ او کار کولو ته اړ شوي دي.
د خبریالانو خوندیتوب کمېټه (CPJ) ادعا کوي چې د افغانستان سرپرست حکومت پر رسنیو محدودیتونه ډېر کړي خو د ا.ا ویاند د دغو څرګندونو ردولو ترڅنګ له رسنیو د ملاتړ اعلان وکړ.
سیګار ادعا کوي چې د افغانستان سرپرست حکومت د نادولتي موسسو په چارو کې لاسوهنه کوي او افغانستان بانک د پیسو مینځلو او د ترهګرۍ له تمویل سره د مبارزې په برخو کې نیمګړتیاوې لري، خو چارواکي دغه څرګندونې بېبنسټه بولي.
. . .
یو شمېر افغانانو نن د بلجیم په مرکز بروکسل کې ځکه لاریون کړی چې د پناهغوښتنې دوسیو ته یې منفي ځواب ورکړل شوی دی.
د افغانستان د پوهنې وزارت وایي، هغه انځورونه بېبنسته دي چې په ټولنیزو پاڼو کې د نوي تعلیمي نصاب په اړه لاس په لاس کېږي.
په ایټالیا کې د افغانستان سفارت وايي، د یونان په اوبو کې د کښتۍ ډوبېدو له امله لږ تر لږه ۷۸ افغان او پاکستاني کډوال هم مړه شوي دي.
افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلاسن له یوې ډلې افغان مېرمنو سره تر لیدنې وروسته ویلي، په افغانستان کې د ښځو د حقونو خوندیتوب او ټولنیز ژوند کې د هغو د ګډون لپاره ملي ډیالوګ ته اړتیا ده.
یو افغان د خپلې مور د ژوند دردونکې کیسې کوي او وایي، مور یې په ۱۳ کلنۍ کې واده، ۱۸ کلنۍ کې کونډه او ۲۱ کلنۍ کې بیا په زور واده شوه او په ۳۳ کلنۍ کې یې له کړاوونو ډک ژوند پای وموند.