د ریاستالوزراء اداري مرستیال وایي، د افغانانو د غیرقانوني کډوالۍ لامل اقتصادي ستونزې دي چې د حل لپاره یې نړۍوالو بشري مرستو او افغانستان کې د انکشافي پروژو پلې کېدو ته اړتیا ده.
کابل ښاروالي د ریاست الوزرا اقتصادي کمېسیون د پرېکړې له مخې، په کابل ښار کې د ۷۸۰ میلیون افغانیو په لګښت درې پروژې پلې کوي.
کابل (پژواک، ۲۹ وری ۱۴۰۲): د اسلامي امارت مشرتابه په اختریز پیغام کې ویلي، له نړۍ سره د اسلامي اصولو په چوکاټ کې ښې او
کابل (پژواک، ۲۸ وری ۱۴۰۲): د افغانستان لپاره د پاکستان شارژدافیر عبیدالرحمن نظاماني – چې په کابل کې د پاکستان پر سفارت تر برید وروسته
په متحده عربي اماراتو کې د افغان سوداګرو شورا وایي، د افغانستان لپاره د امریکا له ځانګړي استازي یې وغوښتل چې د ستونزو د حل لپاره له افغان چارواکو سره خبرو ته دوام ورکړي او هغه هم ویلي چې د ګډ کار له لارې باید ستونزو ته مناسبه لار پیدا شي.
د اسلامي امارت مشرتابه ویلي، عدالت د یوه حکومت د بقا ذریعه ده او له قاضیانو يې غوښتي چې په خپلو پرېکړو کې عدالت تامین کړي.
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي په مشرۍ یو پلاوی د ازبکستان په سمرقند کې د افغانستان ګاونډيو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په ناسته کې د ګډون په موخه دغه هېواد ته روان شو.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، په کابل کې د جاپان سفیر ویلي چې د متفاوتو نظرونو له شتون سره سره یې هېواد له افغان چارواکو سره د تعامل پلوی دی.
له یوې میاشتې راهیسې کابل ته د بشري مرستو رارسېدو خبر نه دی ورکړل شوی، خو د افغانستان بانک یوه سرچینه وایي چې وړمه ورځ د مرستو څلوېښت میلیون ډالري کڅوړه کابل ته رارسېدلې ده.
په کابل کې د ایران سفارت مرستیال ویلي، هېواد یې افغان سوداګرو ته د اسانتیاوو په رامنځته کولو او د مالیاتو په کمولو کې همکاري کوي.
د بلوچستان په مرکز کوټه کې چاودنې د دوو پاکستاني پولیسو په ګډون څلور کسان وژلي او ۱۵ نور یې ټپیان کړي دي.
د میدانوردګو د پخواني والي مظفرالدین یمین زوی (حامد یمین) ناپېژاندو وسلهوالو له خوا د کابل ښار پنځمې ناحیې اړوند سیمه کې په ډزو وژل شوی دی.