د افغانستان د ژورنالېستانو او رسنیزو بنسټونو فدارسیون، احمد صهیب حسرت د کال غوره څېړنیز خبریال او فروغ ترین د خبري اژانسونو د غوره خبریالې په توګه غوره کړي دي.
د افغانستان د ژورنالېستانو او رسنیزو بنسټونو فدارسیون په تېرو شاوخوا ۷ میاشتو کې د نږدې ۳۰۰۰ خبریالانو له وزګارتیا خبر ورکوي، له حکومته غواړي چې د رسنیو قانون پلي کولو برخه کې خپله ژمنه عملي کړي.
د افغانستان کابینې د مولوي شهاب الدین دلاور په مشرۍ له افغان شخصیتونو سره د اړیکو ټینګولو او هېواد ته د هغوی د بېرته راستنولو کمېسیون جوړښت تصویب کړ.
ناپېژاندو وسله والو د کابل ښار څلورمې امنیتي حوزې اړوند د کارته پروان په سيمه کې یوه صراف پر ډزو وژلی دی.
د کورنیو چارو وزارت وایي، د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې د دغه وزارت له سرپرست وزیر سره په لینده کې ویلي چې ډېری هېوادونه د افغانستان له سرپرست حکومت سره همکارۍ ته لېوال دي.
رویټرز راپور ورکړی چې ټاکل شوې راتلونکې اوونۍ د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر جوبایډن په بروکسل کې د ناټو له مشرانو سره د روسیې او اوکراین پر سر خبرې وکړي.
د کابل امنیه قومانداني وایي، د کابل ښار د څلورمې امنیتي حوزې اړوند ساحه کې یې دوه زره زغرې ترلاسه کړې او په تړاو یې څلور کسان هم نیول شوي دي.
د افغانستان سرپرست حکومت په عربي متحده اماراتو، پاکستان، ایران، هند، روسیې او امریکا کې د هېواد فرهنګي اتشې او په ایران او پاکستان کې د افغانستان سفارت دوه نور کارکوونکي له دندو لرې کړي دي.
. . .
د بهرنیو چارو وزارت وایي، د افغانستان او امریکا پلاوو هوکړه کړې چې د افغانستان ۳.۵ میليارده هغه ډالر د مرستو په توګه خیریه موسسو ته نه ورکول کيږي چي د امريکا د محکمي له دعوې ازاد شوي دي.
د کابل ښاروالي وایي، د سړکونو پر غاړو، پلو لارو او عامه ځایونو کې د څارویو حلالول لویه ښاري سرغړونه ده او سرغړونکو یې تادیب او جریمه کېږي.
د کابل امنیه قومانداني وایي، د کابل ښار د شپاړسمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې یې یو کس د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورلی او په تړاو یې څلور کسان نیولي دي.