ژبه

“په افغانستان کې له هرو څلورو یوې خبریالې دنده له لاسه ورکړې”

[restrict paid="true"]

کابل (پژواک، ۲۶ کب ۱۴۰۰): د افغانستان د ژورنالېستانو او رسنیزو بنسټونو فدارسیون په تېرو شاوخوا ۷ میاشتو کې د نږدې ۳۰۰۰ خبریالانو له وزګارتیا خبر ورکوي، له حکومته غواړي چې د رسنیو قانون پلي کولو برخه کې خپله ژمنه عملي کړي.

د افغانستان د ژورنالېستانو او رسنیزو بنسټونو فدارسیون د رهبري غړي میرعلي اضغر نن د خبریالانو ملي ورځې په مناسبت په کابل کې جوړې شوې غونډه کې هیله وښوده چې حکومت د رسنیو د پخواني قانون پلي کېدو او رسنیزو سرغړونو ته د رسېدنې کمېسیون د جوړېدو په اړه خپلې ژمنې عملي کړي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سلواغې په دیارلسمه ویلي وو چې د ټولیزو رسنیو قانون د تطبیق وړ دی، د رسنیزو سرغړونو ته د رسېدنې کمېسیون هم بیا جوړېږي، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون او قانون پر جوړېدو هم کار روان دی او دغه راز د رسنیو او حکومت ګډ کمېسیون به هم جوړ شي.

د دوی څېړنې ښیي چې په ۱۴۰۰ کال کې د خبریالانو پر وړاندې ۸۰ د تاوتریخوالي پېښې ثبت شوې دي.

ده وویل چې له دغو پېښو ۲۵ په پلازمېنه کابل، څلور د هېواد په شمال، ۱۱ په شمال ختیځ، پنځه په سوېل، دوه په لوېدیځ، ۱۱ په ختیځ او ۱۱ د هېواد په مرکزي زون کې رامنځته شوې دي.

هغه وویل چې په روان هجري لمریز کال کې ۱۳ خبریالانو وژل شوي دي.

ده زیاته کړه چې د تېر حکومت له سقوط مخکې په ټول هېواد کې ۶۲۳ رسنیو فعالیت درلود چې ۱۳۲ یې انځوریزې، ۲۹۳ یې غږیزې، ۱۱۴ یې چاپي او ۸۴ یې انلاین وې.

هغه وایي چې اوس په ټول هېواد کې ۳۰۵ رسنۍ فعالیت لري چې ۸۱ یې انځوریزې، ۱۶۱ یې غږیزې، ۲۰ یې چاپي او ۴۳ یې انلاین دي.

د ده په وینا، یو شمېر رسنیو د بېلابېلو لاملونو له مخې چې اصلي لامل یې اقتصادي ستونزې دي، خپل فعالیتونه درولي دي.

علي اصغر دا هم وویل چې د حکومت له بدلون سره خبریالان او رسنۍ له درېیو عمده ستونزو لکه مالي، د کاري او ځاني مصوونیت نه شتون سره مخ دي او تر اوسه په دغو برخو کې د پام وړ بدلون نه دی راغلی.

ده وویل چې د پخواني حکومت پر مهال ۵۰۶۹ خبریالانو په ټول هېواد کې دندې درلودې چې ۹۷۰ یې ښځې وې، خو اوس دغه شمېر ۲۰۹۱ تن ته رالوېدلی او له دې ډلې ۲۴۳ تنه ښځې خبریالانې دي.

[/restrict]

ورته موضوع