[restrict paid="true"]
کابل (پژواک، ۲۴ کب ۱۴۰۰): د کابل امنیه قومانداني وایي، د کابل ښار د څلورمې امنیتي حوزې اړوند ساحه کې یې دوه زره زغرې ترلاسه کړې او په تړاو یې څلور کسان هم نیول شوي دي.
د کابل امنیې قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وایي، یادې زغرې چې د دولت اړوند دي- له ترهګرۍ سره د مبارزې لوی مدیریت منسوبینو د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې ترلاسه کړې دي.
د ده په وینا، په دې تړاو څلور کسان نیول شوي او څېړنې ترې روانې دي.
دا په داسې حال کې ده چې حکومت په دې وروستيو کې په کابل ښار کې کور په کور پلټنې پیل کړې او وایي چې دغه کار د امنیت د ښه ټینګښت په موخه کوي.
[/restrict]