ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سرپرست حکومت په شپږو هېوادونو کې د افغانستان سفارتونو اته کسان له دندو لرې کړي

سرپرست حکومت په شپږو هېوادونو کې د افغانستان سفارتونو اته کسان له دندو لرې کړي

author avatar
14 Mar 2022 - 17:53
سرپرست حکومت په شپږو هېوادونو کې د افغانستان سفارتونو اته کسان له دندو لرې کړي
author avatar
14 Mar 2022 - 17:53

کابل (پژواک، ۲۳ کب ۱۴۰۰): د افغانستان سرپرست حکومت په عربي متحده اماراتو، پاکستان، ایران، هند، روسیې او امریکا کې د هېواد فرهنګي اتشې او په ایران او پاکستان کې د افغانستان سفارت دوه نور کارکوونکي له دندو لرې کړي دي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له خوا ریاست الوزراء ته د مرغومي د ۲۱مې په وړاندیز کې چې کاپي يې پژواک ترلاسه کړې راغلي: ((روښانه ده چې د افغانستان اسلامي امارت له بهرنیو هېوادونو سره د ښو اړیکو جوړولو په موخه د دیپلوماسۍ انډول رامنځته کولو برخه کې هڅه کوي. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هېواد مثبت انځور وړاندې کولو لپاره حساس فرهنګي وضعیت په درک کولو له دوست او ګاونډیو هېوادونو سره د فرهنګي مناسباتو د پراختیا او فرهنګي شتمنیو د ساتنې لپاره په روسیه، عربي متحده اماراتو، پاکستان، ایران، ترکیه، تاجکستان، جرمني، هندوستان او امریکا هېوادونو کې د فرهنګي اتشو د بستونو په ساتنې سره په یادو بستونو اوسني مقرر کسان له دندو ګوښه کوي.))

سرچینې په دې اړه د حکم صادرېدو غوښتنه کړې او زیاته کړې یې ده چې د دغه وزارت د تازه ګومارل شوو فرهنګي اتشو د جذب بهیر وړاندیز شوې طرحه هم تر کار لاندې ده چې د ریاست الوزراء مقام ته به وړاندې شي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په بل مکتوب کې چې د روان کال د کب په لومړۍ نېټه بهرنیو چارو وزارت ته لیکل شوی راغلی دی: ((د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء محترم مقام د روان کال د سلواغې د ۱۳مې نېټې د ۱۰۶۸مې شمېرې حکم په اساس، په لاندې هېوادونو کې د دغه وزارت د فرهنګي اتشو انفکاک منظور شوی دی:

۱: د روسیې په مسکو کې د دغه وزارت فرهنګي اتشه شاه سلطان عاکفي

۲: په متحده عربي اماراتو کې د دغه وزارت فرهنګي اتشه محمد صدیق امرخیل

د پاکستان اسلام اباد کې د دغه وزارت فرهنګي اتشه، حضرت ولي هوتک

۴: د پاکستان پېښور کې د دغه وزارت د فرهنګي بنسټ مسوول اسدالله فاروقي

۵: د ایران تهران کې د دغه وزارت فرهنګي اتشه شفیق الله شفیق شرق

۶: د ایران مشهد کې د دغه وزارت فرهنګي اتشې مرستیال سید یعقوب هوشمند

۷: د هندوستان ډهلي کې د دغه وزارت فرهنګي اتشه حمدالله ارباب

۸: په امریکا کې د دغه وزارت فرهنګي اتشه نجیب الرحمن ننګیال

سرچینې لیکلي: ((په دې وسیله د روان کال د مرغومي د ۲۱مې نېټې د ۱۳۹ شمېرې وړاندیز د کاپي په لېږلو سره چې یاد حکم ته شاملېږي، دغه وزارت ته ولیکل شول، چې مهرباني وکړئ په روسیه، عربي اماراتو، پاکستان، ایران، ترکیه، تاجکستان، جرمني، هندوستان او امریکا هېوادونو کې د افغانستان محترمو سفارتونو ته دغه موضوع ولېږئ.))

اطلاعاتو او فرهنګ وزارت کې یوې باوري سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، د دغه مکتوب د صحت د تایید ترڅنګ، په دې اړه چې ولې په ترکیه، تاجکستان او جرمني کې د هېواد د فرهنګي اتشو نومونه نه دي اخیستل شوي، خو د یادو هېوادونو نومونه یاد شوي، وویل، ترکیه او تاجکستان کې د فرهنګي اتشو بستونه د مخکني ولسمشر محمد اشرف غني له خوا لغوه شوي و، جرمني کې د هېواد فرهنګي اتشې علم ګل سحر هم د مخکني حکومت تر سقوط مخکې له خپلې دندې استعفا کړې ده.

د هېواد بهرنیو چارو وزارت د فرهنګي اړیکو ریاست د روان کال د کب د ۱۶مې په مکتوب کې چې مسکو کې د افغانستان سفارت ته لېږل شوی، راغلي: ((اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ۱۴۰۰ کال د کب په لومړۍ نېټه په ۱۱۳۱مه شمېره لیک کې د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا‌ء محترم مقام د ۱۴۰۰ کال د سلواغې د ۱۳مې په ۱۰۶۸ شمېرې د حکم په اساس، د دغه وزارت د فرهنګي اتشې د انفکاک خبر ورکړی. له دې امله هدایت ورکول کېږي چې د منفکۍ د حکم او یاد لیک مراتبو په تړاو، په نمایندګۍ کې شته اتشو ته خبر ورکړل شي.))

مکتبو کې یادونه شوې چې د دغه مکتوب کاپي د ورته اجرااتو لپاره ابوظبۍ، اسلام اباد، تهران، انقره، دوشبنه، برلین، دهلي، واشنګتن کې د افغانستان سفارتونو او په مشهد او پېښور کې د افغانستان قونسلګرۍ ته لېږل شوې ده.

د اطلاعاتو او فرهنګ او بهرنیو چارو وزارتونو چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي، خو دوو حکومتي سرچینو پژواک ته د یادو مکتونونو صحت تایید کړی دی.

خو امریکا کې د افغانستان فرهنګي اتشې نجیب الرحمن ننګیال پژواک ته وویل، تر اوسه دغه هېواد کې د افغانستان سفارت ته د ده د منفکۍ مکتوب نه دی رسېدلی.

هغه وايي، امریکا کې د افغانستان سفارت د افغانستان له سرپرست حکومت سره اړیکه نه لري.

دا په داسې حال کې ده چې د ځينو راپورونو له مخې، ټاکل شوې امریکا کې د افغانستان سفارت د اقتصادي ستونزو له امله وتړل شي.

ډهلي کې د افغانستان سفارت کې یوه سرچینه چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، هم وايي چې تر اوسه دغه سفارت ته د فرهنګي اتشې د منفکۍ مکتوب نه دی رسېدلی.

هغه وايي چې یاد اته کسان د اوسني سرپرست حکومت له خوا نه دي مقرر شوي، د دغه حکومت له خوا د منفکۍ د مکتوب لېږل یې هم «مانا» نه لري، ځکه دغه حکومت تر اوسه په رسمیت نه دی پېژندل شوی.

Visits: 4479

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.