د کورنیو چارو وزارت وايي چې دوه برېتانویان، یو امریکایيالاصله چیني او یو افغان همکار یې د «ځینو ملاحظاتو» پر بنسټ نیول شوي او د دې موضوع د حل لپاره هڅې روانې دي.
د راپورونو له مخې، د ملګرو ملتونو امنیت شورا «د سولې لپاره لار» تر نوم لاندې د اوکراین جګړې پای ته رسېدو لپاره یو پرېکړهلیک منظور کړ.
د سالنګ لویه لار د سخت توپان او واورې ورښت له امله تېره شپه د ټرافیکو پر مخ تړل شوې ده.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست د ازبېکستان د کرنې له وزیر سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو په بندرونو کې د نباتي قرنطین، بزګرانو ته د اصلاح شوو تخمونو د وېش، د اوبو مدیریت، د څاڅکي اوبو لګولو سیسټم پراخولو په اړه خبرې کړې دي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وایي، تر تعهد اخېستلو وروسته د بیګم او ځونانو راډیوګانو ته د بیا ځلې خپرونو اجازه ورکړل شوه.
ستره محکمه وایي، په کابل ولایت کې د دوو ښځو په ګډون څلورو کسانو ته تعزیزي سزا ورکړل شوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسوولینو د وزارتونو او مرکزي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ په غونډه کې، له رسنیو د معلوماتو پر شریکولو ټېینګار کړی دی.
د یوناما مشرې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له سرپرست سره په ليدنه کې د افغانستان د فرهنګي میراثونو د ساتنې برخه کې د همکاری ډاډ ورکړی دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار نیویارک کې د اسلامي همکاریو سازمان غونډه کې ویلي چې د افغانستان کنګل شوې شتمنې دې ازاده او د منځنۍ اسیا او پاکستان ترمنځ پروژې دې د افغانستان له لارې پلې شي.
د کابینې په غونډه کې د امارتي شرکتونو لوی ریاست ته دنده سپارل شوې چې د برېښنا رسونې بهیر چټکتیا لپاره کار وکړي او په دې اړه لازم اقدامات ترسره کړي.
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د اسلامي همکاریو سازمان له مرستیال سره په لېدنه کې ویلي، بهرني اړخونه باید د رسنيو له خوا د افغانستان د وړاندې کيدونکي تصوير پر ځای ځمکني واقعيتونه په خپلو سترګو وګوري.
سیمهییز مسوولین وایي چې په کاپیسا کې له ۱۱۹۵ کورنیو سره د خوراکي توکو او بغلان کې له ۸۰ کارګرو ماشومانو سره د ژمنیو توکو مرسته وشوه.