د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، په قاهره کې د افغان سفارت په هڅو د مصر، مراکش، لیبیا، سوډان او موریتانیا له هېوادونو ۱۷ افغان بندیان را خوشي او هېواد ته را ولېږدول شول.
د کور او ښار جوړونې وزارت وایي، د دغه وزارت په دروازه کې یو بریدګر هدف ته له رسېدو مخکې له منځه وړل شوی او په رامنځته شوې چاودنه کې یوه تن ژوند له لاسه ورکړی او درې نور ټپیان دي.