د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، که د پاکستان له استخباراتي چارواکو سره د افغانستان د ځینو پخواني سیاستوالو د لیدنې په اړه خپاره شوي راپورونه رښتیا وي، ښه نه دي شوي او هغوی باید د ایاېسای د لوبو مهرې ونه ګرځي.
د کډوالو په چارو کي د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ له افغانستان سره د جنوبي کوریا د درې میلیون امریکایي ډالرو مرستې هرکلی کړی او ویلي یې دي چې دغه مرسته به د لسګونه زره زیانمنونکو افغانانو ملاتړ وکړي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست د ازبکستان هېواد د دولتي او خصوصي سکتور له راغلي ګډ سوداګریز پلاوي سره په لېدنه کې، د دواړو هېوادو تر مینځ د ترسره شویو هوکړو په اړه د لازیاتې همغږۍ د رامینځ ته کېدو او د سوداګرۍ کچې د پراختیا په اړه خبرې کړي دي.
د افغانستان برېښنا شرکت وایي، د یوه ترکي شرکت مسوولینو په افغانستان کې افغانستان د نوې ټکنالوژۍ پر مټ د برېښنا تولید او وېش په برخه کې پانګونې ته لیوالتیا وښوده.
د کندهار امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې یو غل له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې ووژل شو او یو بل تن یې ژوندی نیول شوی دی.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ سرپرست وزیر په افغانستان کې د م.م د پراختیایي پروګرام (یوانډيپي) له رییس سره لیدنه کې وړاندیز کړی چې د کونړ، امو، مرغاب او هریرود سیندونو په مسیر کې دې د اوبو زېرمې، کانالونه او چکډمونه جوړ شي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست د جلغوزو له سوداګرو سره لیدنه کې ویلي چې د دغه سکټور د سوداګرو ترمنځ نا سالم رقابت دې ژر تر ژره پای ومومي او ټول سوداګر دې په یوه واحده اتحادیه کې را ټول شي.
د افغان سولې لپاره د امریکا مخکنی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، که هېوادونه له امریکا سره د اړیکو د نوي څپرکي پرانیستل غواړي نو دغه بهیر دې د امریکایي زندنیانو په خوشي کولو پیل کړي.
د ایران د بشري حقونو د سازمان مشر وایي چې په روانه جنوري میاشت کې په دغه هېواد کې لس افغانان اعدام شوي دي.
د امریکا ولسمشر یوځل بیا د برېکس غړو هېوادونو ته خبرداری ورکړی چې نه دې د برېکس بانکنوټ جوړوي او نه دې هم د کوم بل داسې ارز ملاتړ کوي چې د ډالر ځای ونیسي.
د راپورونو له مخې، د خیبر پښتونخوا په شمالي وزیرستان کې په دوو جلا نښتو کې څلور پاکستاني امنیتي ځواکونه وژل شوي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي دفتر (اوچا) ویلي چې په افغانستان کې ۳۹ سلنه کورنۍ د اوبو زېرمو د وچېدو له امله د اوبو له سخت کمښت سره مخ دي.