د ناروې د کډوالو شورا مشر یان ایګلنډ وايي، د اروپايي هېوادونو چارواکي بايد کابل او کندهار ته ولاړ شي او د ښځو او نجونو د حقونو لپاره هڅه او مبارزه وکړي.
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وایي، د اسلامي امارت د مشرتابه له هدایت سره سم یې د هېواد په ۳۳۴ لویو نظامي مرکزونو کې د قرآنکریم د ترجمې او تفسیر دورې پیل کړې.
د ا.ا مرستیال ویاند، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاند وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، د افغانستان ټولې وسلې او نظامي تجهیزات خوندي دي او هېچاته یې د ناسمې کارونې اجازه نه ورکول کېږي.
د مالیې وزارت وایي، د افغانستان بانکي سکټور باثباته دی او د ډالرو پروړاندې د افغانۍ ارزښت څه ناڅه را کمېدو عوامل کورني او بهرني منفي تبلیغات دي چې دا چاره د هېواد د بد اقتصادي وضعیت ښکارندويي نه کوي.
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست په کابل کې د سعودي عربستان له سفیر سره په ليدنه کې له هغه غوښتي چې په راتلونکي کې د افغانستان لپاره د حاجیانو سهمیه ډېره او د عمرې ادا کولو برخه کې لا نورې اسانتیاوې برابرې کړي.
د بهرنیو چارو وزارت وایي، د افغانستان – ترکمنستان او چالک هولډنګ ګروپ استازو ترمنځ د برېښنا ټاپ – ۵۰۰ پروژې عملي چارو پېل په موخه د ا.ا له بیا واکمنېدو را وروسته په کابل کې لومړنۍ درې اړخیزه ناسته ترسره شوه.
د چین بهرنیو چارو وزارت په تخار ولایت کې د یوه چینایي وګړي د وژل کېدو په اړه خواشیني ښودلې او له اسلامي امارت څخه یې غوښتي چې د دغې پېښې په اړه څېړنه وکړي.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په کابل کې د ایران له سفیر د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکو، د لوړې کچې پلاوو تګ راتګ، اقتصادي همکاریو او ځینو نورو سیمهییزو مسایلو خبرې کړې دي.
د عامې روغتیا وزارت وایي، د دغه وزارت سرپرست په کابل کې د ترکیې له سفیر سره په لېدنه کې، د روغتیایي همکاریو پر پراختیا او بیړنیو ناروغانو ته د ویزې د ورکړې په اړه خبرې کړي دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، د دغه وزارت سرپرست په افغانستان کې د یوناما له مشرې سره په لېدنه کې، د صنعتي انکشافاتو، د تشبثاتو د مرکز جوړولو، د انلاین سوداګرۍ د مرکز د پرانیستنې او له خصوصي سکتور څخه د ملاتړ په اړه خبرې کړي دي.
د اسرائیلو د زندانونو څانګې ویلي، په لوېدیځه غاړه کې یې د درېیو اسرائیلي یرغمل شوو په بدل کې۹۰ فلسطیني بندیان خوشې کړي دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، د دغه وزارت سرپرست د یوه ایراني پلاوي سره په لېدنه کې، اروپایي هېوادونو ته د ریل پټلۍ په واسطه د ایران او ترکیې له لارې د افغاني توکیو د لېږد په اړه خبرې کړي دي.