Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

درې اسرائیلي یرغمل شوي او ۹۰ فلسطیني بندیان خوشې شول

کابل (پژواک، د سلواغې لومړۍ ۱۴۰۳): د اسرائیلو د زندانونو څانګې ویلي، په لوېدیځه غاړه کې یې د درېیو اسرائیلي یرغمل شوو په بدل کې۹۰ فلسطیني بندیان خوشې کړي دي.

د اسرائيل او حماس ترمنځ د اوربند او د بندیانو د تبالې تړون تېره اونۍ، د امریکا، مصر او قطر په منځګړیتوب لاسلیک شو او د اسرائیلو حکومت کابینې وړمه ورځ دغه هوکړه منظوره کړه او تېره ورځ اوربند پلی شو.

بي‌بي‌سي پښتو لیکلي، د اسرائیلو د زندانونو څانګې ويلي، په لوېدیځه غاړه کې ۹۰ فلسطیني بندیان خوشي شوي دي.

راپور کې راغلي، دغه بنديان د حماس او اسرائيلو ترمنځ د اوربند د لومړي پړاو د يوې برخې په توګه ازاد شوي دي او له دې مخکې په غزه کې د حماس له خوا درې يرغمل مېرمنې خوشي شوې وې.

د ۲۰۲۳ زېږدیز کال د اکتوبر په اوومه په غزه کې د حماس او اسرائیلي ځواکونو ترمنځ جګړه پیل شوې وه چې دواړه لوریو ته یې درنه مرګ‌ژوبله واړوله.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.