یوه میاشت کې څه باندې ۳۷ زره جریبه غصب شوې ځمکه راګرځول شوې
د امر بالمعروف، نهې عنالمنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت وايی، محتسبینو د زابل ولایت په شینکۍولسوالۍ کې د یوې دولس کلنې نجلۍ د اجباري نکاح مخه نیولې ده.
کابل (پژواک، ۱۹ لړم ۱۴۰۳): د امریکا عدلیې وزارت یو ایرانی وګړی د ډونالد ټرمپ ترورولو طرحه کې پر لاس لرلو تورن کړی، خو ایران
کابل کې د چاپان سفیر د اطلاعاتو او فرهنک وزارت له مرستیال سره په لېدنه کې ویلي، هېواد یې هڅه کوي د افغانستان د فرهنګي میراثونو په اړه توکیو کې د یوه نړیوال کنفرانس کوربتوب وکړي.
د م.م له نشهيي توکو او جرمونو سره د مبارزې دفتر ویلي، افغانستان کې د کوکنارو کښت د ۲۰۲۳ کال په پرتله په ۲۰۲۴ کال کې ۱۹ سلنه زیات شوی، خو کورنيو چارو وزارت دغه څرګندونې ردوي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت، د امریکا د ولسمشر په توګه د ډونالډ ټرمپ د ټاکل کېدو په اړه ویلي، هیله لري د امریکا راتلونکې اداره واقعبینانه ګامونه پورته کړي څو دواړه هېوادونه وکولای شي د متقابل تعامل په رڼا کې د اړیکو نوی څپرکی پرانیزي.
د ا.ا ویاند د دفتر له لوري د وزارتونو او خپلواکو ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ په جوړه شوې غونډه کې د ریاستالوزرا د دفتر رئیس ویلي، ویاندویان دې د رسنیو له لارې له خلکو سره معلومات شریک کړي څو د «غلطو تبلیغاتو» مخنیوی وشي.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست د ایمرجنسي روغتونونو له مشرې سره په ليدنه کې د شته روغتیایي خدماتو د پراختیا، معلولیت لرونکو ناروغانو ته د خدمتونو برابرولو او ایمرجنسي روغتونونو کې د تخصصي برنامو د پیل په اړه خبرې کړې دي.
ستره محکمه وایي، د پکتیکا ولایت په خوشامند ولسوالۍ کې دوو تورنو کسانو ته تعزیري سزا ورکړل شوه.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند د امریکا ولسمشریزو ټاکنو په اړه ویلي، څوک چې د چارو راتلونکې واګي په لاس کې اخلي، هغه دې د افغانستان په تړاو واقعبینانه سیاست اختیار کړي.
د رياستالوزراء اداري مرستيال د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسيون له غړو سره په لیدنه کې ویلي، هڅه دې وشي په ژمي موسم کې له ګاونډیو هېوادونو راستنېدونکي افغان کډوال له ستونزو سره مخ نه شي.
د پوهنې وزارت وایي، د ۱۴۰۴ لمریز کال عمومي او دیني مدرسو کانکور ازموینې لپاره نوملېکنه پیل شوه او فارغان کولای شي چې د روان کال د مرغومي میاشتې تر پایه نوملېکنه وکړي.