کابل (پژواک، ۱۹ لړم ۱۴۰۳): د امریکا عدلیې وزارت یو ایرانی وګړی د ډونالد ټرمپ ترورولو طرحه کې پر لاس لرلو تورن کړی، خو ایران وايي، د مخکنیو او اوسنیو امریکايي چارواکو ترورولو هڅو کې دوی لاس نه لري او ردوي یې.
د امریکا متحده ایالتونو عدلیې وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې ۵۱ کلن ایرانی وګړی فرهاد شاکري له خپلو دوو ملګرو سره د ټاکنیزو کمپاینونو په ترڅ کې د ټرمپ د ترور طرحې د څار مامور و.
په یاده اعلامیه کې راغلي چې تېره ورځ د شاکري ملګري ریورا او لواډهولټ په نیویارک کې نیول شوي او محکمې ته حاضر شوي دي.
سرچینې لیکلي چې شاکري ازاد دی او داسې ګومان کېږی چې په ایران کې اوسېږي.
خو د ایران خبري اژانس ایسنا راپور ورکړی چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي د پخوانیو او اوسنیو امریکايي چارواکو د په نښه کولو هڅو کې خپله مداخله بېاساسه بللې او هغه یې رد کړې ده.
په راپور کې راغلي، بقایي په تېرو دورو کې د تورونو ورته طرحو ته په اشاره چې د ایران له خوا رد شوې او ثابتې شوې هم دي، په دغسې حساس وخت کې د دې ادعا تکرار د امریکا او ایران «خپلمنځي مسایلو د لا پېچلتیا لپاره د ایران ضد او صهونیستي محفلونو» له خوا یوه توطیه وبلله.
بقایي ویلي، ایران به د خپل ملت د حقونو ترلاسه کولو په موخه له ټولو ملي او نړۍوالو مشروع او حقوقي لارو استفاده وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP