په مالیزیا کې افغان سفیر د افغانستان لپاره د یاد هېواد له ځانګړي استازي سره په ليدنه کې د اړیکو د پراختیا، د ډيپلوماټیک تعامل د کچې لوړولو او په کابل کې د سیاسي حضور پیلېدو په اړه خبرې کړې دي.
ایرنا راپور ورکړی چې د ایران ولسشمر په روسیه کې د برېکس غړو هېوادو سرمشریزه کې ګډون کوي او د دې ناستې څنډه کې به د دغه هېواد له ولسمشر سره هم لیدنه ولري.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وایي چې د دغه وزارت د هنر او فرهنګ مرستیال د جام منار وضعیت ارزونې په موخه غور ولایت ته سفر کړی دی.
ستره محکمه وایي، په بامیان او میدانوردګو ولایتونو کې څلورو کسانو ته چې پر بېلابېلو جرمونو تورن وو، په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوې ده.
د ازبکستان د استخباراتو رییس د شانګهای د همکاریو سازمان په غونډه کې ویلي، ا.ا د خپلو وړتیاوو په چوکاټ کې له نړۍوالې ترهګرۍ سره مبارزه کوي او باید په دغه مبارزه کې یوازې پرې نه ښودل شي.
د ترکیې د همکارۍ او همغږۍ ادارې مشر د افغانستان کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له مرستیال سره په ليدنه کې ویلي، هېواد یې چمتو دی چې په بېلابېلو برخو کې افغان بزګرانو لپاره روزنیز پروګرامونه جوړ کړي.
د راپورونو له مخې، د نایجریا د ختیځ په «یوبي» ایالت کې وسلهوالو پر یوه کلي برید کړی چې له امله یې لږ تر لږه ۸۱ کسان وژل شوي دي.
د المان په ووپرتال ښار کې د افغانانو د واده مراسمو پر مهال اخ و ډب کې څلور مېلمانه او پنځه پولیس او د فرانسې په پاریس ښار کې د افغانانو خپلمنځي شخړه کې لږ تر لږه درې کسان ټپیان شوي دي.
د کابل امنیه قومانداني وایي، د شپږمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې یوه کس پر ځان پورېتړلو چاودېدونکو موادو ته چاودنه ورکړې چې له امله یې شپږو ملکي کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۳ نور ټپیان دي.
اتریش له جرمني وروسته دویم اروپايي هېواد دی چې وايي، هغه افغانان به بېرته افغانستان ته واستوي چې په هغه هېواد کې یې جرم کړی او محکوم شوي وي.
د ریاستالوزراء سیاسي مرستیال له یو شمېر قومي مشرانو سره په ليدنه کې ویلي، ا.ا د خلکو اصلاحي مشورو او نظرونو ته ارزښت ورکوي او هر افغان کولای شي خپل نظر له چارواکو سره شریک کړي.
د راپورونو له مخې، پرون مازدیګر یوه روسي چورلکه چې درې عمله او ۱۹ مسافر په کې سپاره وو، د دغه هېواد د ختیځ په کامچاتکا ټاپو وزمه کې ورکه شوې ده.