د افغانستان بهرنیو چارو وزارت سرپرست د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو شورا پنځوسمې ناستې په څنډه کې د یو شمېر هېوادونو له استازو سره په جلا ناستو کې د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا او د نوو فرصتونو پر رامنځته کولو خبرې کړې دي.
د امریکا متحده ایالتونو په میسیسیپي ایالت کې د یوه بس موټر چپه کېدو پېښه کې اووه کسان مړه او لسګونه نور ټپيان شوي دي.
د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، پر ټولنیزو پاڼو خپرې شوې هغه اوازې ناسمې دي چې ګواکي د مس عینک کان پر انجنیرانو هوایي برید شوی.
د امریکا مرکزي قوماندانۍ ویلي، د عراق په لوېديځ کې د دغه هېواد له ځواکونو سره د دوی په ګډو عملیاتو کې د داعش ۱۵ غړي وژل شوي او ۷ امریکایي سرتېري ټپیان شوي دي.
د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، افغان پلاوي په عشقاباد کې له ترکمنستاني چارواکو سره د ټاپي، ټاپ، ریلپټلۍ، نوري فایبر، د نفت او ګازو او سوداګریزې راکړې ورکړې په اړه خبرې کړې دي.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال د قوشتېپې کانال د سربند له چارو څخه د لیدنې پر مهال ویلي، اسلامي امارت په ټاکلي وخت کې د دغه کانال د چارو بشپړولو ته ژمن دی.
د ازبکستان لومړي وزیر د ریاستالوزراء له اقتصادي مرستیال سره په لیدنه کې ویلي، هېواد یې چمتو دی چې د منځنۍ اسیا هېوادونه ته د افغانستان د تازه میوو ترانزیټ لپاره هر ډول اسانتیاوې برابرې کړي.
کابل کې د جاپان سفیر د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې ویلي، هېواد یې د کوکنارو بدیل کښت او د روږدو درملنې برخه کې له افغانستان سره ۱۰ میلیونه ډالر مرسته کوي.
د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي ریاست وایي، په هېواد کې ازادې سیالۍ (فريفایټ) ځکه بندې شوې چې دغه لوبې له تاوتریخوالي ډکې دي او د لوبغاړو د مرګ ګواښ پکې دی.
ا.ا وایي، د امربالمعروف او نهي عن المنکر قانون په اړه د یوناما په ګډون د ځینو جهتونو اندېښنې بېځایه دي، دا ډول اعتراضونه ګستاخي بولي، د دغه قانون په اړه دې هېڅوک اندېښنه لري او په پلې کېدو کې یې له نرمۍ کار اخیستل کیږي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر د ایټالیا د بهرنیو چارو له وزیر سره په تیلیفوني اړیکه کې ویلي چې تهران کې د اسرائیلو د اقدام په اړه غبرګون حتمي دی او دا غبرګون به «دقیق او حساب شوی» وي.
د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، په بلوچستان ایالت کې وسلهوالو ۲۳ کسان له موټرو ښکته کړي او په ډزو یې وژلي دي.