د ریاستالوزرا سیاسي مرستیال له یو شمېر سیاسي شنونکو سره په لیدنه کې ویلي، اسلامي امارت د رسنیو په ګډون له ټولو افغان شنونکو ملاتړ کوي او د نظام تقویت او چارو اصلاح لپاره د هغوی سالمې نیوکې او نظرونه په ورین تندي اوري.
اسلامي امارت «د غویي اوومه» توره ورځ او «د غویي اتمه» د هېواد د ازادۍ ورځ بولي، وایي خپله ټوله هڅه کوي چې د افغان ملت د لسګونو کلونو قربانیو او مبارزو ثمره بیا ضایع نه شي.
د ۱۳۷۱ کال د غویي په اتمه په افغانستان کې د نجیبالله حکومت ړنګ شو او نن په هېواد کې د مجاهدینو د بریا ۳۲ مه کلیزه ده.
پاکستان په دغه هېواد کې مېشتو افغان کډوالو ته د «پياوار» په نوم د ورکړ شوو کارتونو د اعتبار موده د روان کال د جون تر ۳۰مې وغځوله.
د ا.ا ویاند وایي، په دې وروستیو کې کابل ته د یو شمېر بهرنیو پلاوو راتګ دا په ډاګه کوي چې ا.ا په پراخه کچه منل شوی او د چارو ځینې شنونکي هم دا د ا.ا له لاستهراوړنو بولي او وایي، باید هېواد کې د ننه هم د شته ستونزو د حل لپاره اړین ګامونه واخیستل شي.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت په خپل کلني راپور کې په افغانستان کې د بشري او ښځو حقونو په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې تېر کال د ا.ا په هیڅ فرمان او پالیسۍ کې نرمښټ نه دی راغلی خو د اسلامي امارت ویاند ویلي، د شريعت له مخې د ټولو وګړو حقونه خوندي دي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خاور له خپرندویه ټولنې سره د افغانستان د دولتي جوازلرونکو چاپي خپرونو د ډیجیټل کولو هوکړهلیک لاسلیک کړ.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ له استازي سره په لیدنه کې راستنېدونکو کډوالو لپاره د روغتیا په برخه کې د بشپړ چمتووالي ډاډ ورکړی او په دې برخه کې یې د یادې نړۍوالې ادارې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.
د ترافیک پولیسو ریاست وایي، له دې وروسته یوازې ټکسي موټر د سپرلۍ د لېږد را لېږد حق لري او شخصي موټر په عامه واټ د کار کولو او سپرلۍ لېږدولو حق نه لري.
د عامې روغتیا سرپرست وزیر په کابل کې د اذربایجان له سفیر سره په لیدنه کې د ظرفیت لوړونې، په روغتیايي برخه کې د اذربایجان هېواد د ونډې او نورو بېلابېلو روغتیايي موضوعاتو په اړه خبرې وکړې.
د امر بالمعروف، نهېعن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت سرپرست له بهر مېشتو افغانانو پلاوی سره په لېدنه کې ویلي، هېچا ته به اجازه ور نه کړي چې د ښځو حقونه تر پښتو لاندی کړي او په بدو کې د ښځو ورکولو کچه تقریبا صفر ته رسېدلې ده.
کابل ته د بهرمېشتو افغانانو راغلی پلاوی وايی، په بشپړ مسوولیت او امانتدارۍ یې د هېوادوالو غوښتنې، هيلې او اندېښې د ا.ا تر چارواکو رسولي او په راتلونکو کتنو کې به هم خپل ملي او اسلامي مسئولیت ترسره کړي.