کابل ته د بهرمېشتو افغانانو راغلی پلاوی وايی، په بشپړ مسوولیت او امانتدارۍ یې د هېوادوالو غوښتنې، هيلې او اندېښې د ا.ا تر چارواکو رسولي او په راتلونکو کتنو کې به هم خپل ملي او اسلامي مسئولیت ترسره کړي.
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وايي، تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سېلابونو راوتو له امله ۵۰ کسان مړه، ۳۶ نور ټپیان او څه باندې ۷۰۰ کورونه په نیمه او بشپړ ډول وېجاړ شوي دي.
د ننګرهار ولايت مقام وايي، پاکستان نن يو ځل بيا د هغو ناروغانو پر مخ د تورخم دروازه وتړله چې قانوني اسناد نه لري.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د اروپا مېشتو افغانانو له یو شمېر استازو سره په لېدنه کې ویلي، اوس افغانستان د یو واحد افغان ملت او واحد اسلامي نظام څښتن دی او د افغانستان د تجزیې په اړه جوړ شوي پلانونه او شومې هڅې ناکامې شوي دي.
د افغانستان مخکني لسمشر حامد کرزي او د تېر حکومت د ملي مصالحې د عالي شورا رییس عبدالله عبدالله پر ایران د اسرائیلو برید د ایران مشروع حق بللی دی.
د م.م امنیت شورا غونډه کې، ایران پر اسرائېلو برید د ځاني دفاع مشروع حق بللی، اسرائیلو د غچ اخیستو ګواښ کړی، روسیې امنیت شورا په توپیري چلند تورنه کړې او ګوتریش پر ټولو غږ کړی چې د حالت د ترينګلي کېدو مخه ونیسي.
د هرات ولایت مقام وایي، د افغانستان او قزاقستان هېوادونو سوادګرو ته د اسانتیاوو د زیاتوالي په موخه د دواړو هېوادونو ګډه خونه پرانیستل شوه.
د هند بهرنیو چارو وزارت، په افغانستان کې د هندوانو او سیکانو د غصب شوو ځکو د بېرته را ګرځولو په اړه د افغانستان عدلیې وزارت پرېکړه مثبت بدلون بللی دی.
سياېناېن د یوه امریکایي چارواکي له قوله راپور ورکړی چې د امریکا ولسمشر جو بایډن د اسراییلو لومړي وزیر ته ویلي چې هېواد به یې د ایران پر ضد د اسرائیلو په پوځي عملیاتو کې برخه وانه خلي.
د راپورونو له مخې، د ملګرو ملتونو امنیت شورا به نن یکشنبه پر اسرائیلو د ایران د برید د څېړلو په اړه غونډه وکړي.
د راپورونو له مخې، له ایرانه پر اسرائیلو شاوخوا ۲۰۰ ډرون، کروز او بالستیک توغندیيز بریدونه شوي دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ، فضا ته د بشر د سفر نړیوالې ورځې په مناسبت يوه پیغام کې ویلي، پښتو څلورمه رسمي ژبه ده چې په فضا کې ویل شوې ده.