ژبه

کرزي او عبدالله پر اسرائیلو د ایران برید د ایران مشروع حق بللی

کابل (پژواک، ۲۷ وری ۱۴۰۳): د افغانستان مخکني لسمشر حامد کرزي او د تېر حکومت د ملي مصالحې د عالي شورا رییس عبدالله عبدالله پر ایران د اسرائیلو برید د ایران مشروع حق بللی دی.

اسرائیلو د روانې وري میاشتې په ۱۴ مه په دمشق کې د ایران پر قونسلګرۍ هوايي برید وکړ. په دغه برید کې د سپاه پاسداران اوه غړي ووژل شول.

د راپورونو له مخې، د دغه برید په ځواب کې ایران د تېرې شنبې په شپه پر اسرائیلو شاوخوا ۳۰۰ د بې‌پیلوټه الوتکو، کروز او بالسټیک توغنديو بریدونه وکړل.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې په دې وروستیو کې د جګړو او کړکېچونو د زیاتوالي او د نړۍوالو قوانینو او اصولو د نقض له امله نړۍواله سوله له جدي ګواښ سره مخ شوې ده.

هغه لیکلي: «په دمشق کې د ایران پر قونسلګرۍ د اسرائیلو برید یوه له نویو پېښو‎ وه چې د ایران د مشروع دفاعي حق له مخې د ایران اسلامي جمهوریت له غبرګون سره مخ شوه، ایران د افغانستان یو ورور او ګاونډی هېواد دی چې په سختو شرایطو کې زموږ د خلکو ترڅنګ ولاړ و او افغانان هم د ایران له خلکو سره د خواخوږۍ او پیوستون احساس کوي.»

کرزي زیاته کړه، په غزه کې جګړې هم تر ټولو ناوړه انساني ناورین رامنځته کړی چې باید ژر تر ژره د دایمي اوربند په رامنځته کولو او د یوه خپلواک دولت درلودو ته د فلسطین د خلکو په رسېدو سره پای ته ورسیږي څو هم کړکېچ کم شي او هم په فلسطین، اسرائیلو او ټوله سیمه کې د ملکي وګړو ژوند خوندي شي.

د تېر حکومت د ملي مصالحې د عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله هم پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، اسرائیلو په سوریه کې د ایران پر قونسلګرۍ په برید سره ‎د دولتونو ترمنځ قوانین، نړۍوال کنوانسیونونه، د ډیپلوماټیکو استازولیو خوندویتوب او نړۍوال عرف تر پښو لاندې کړل.

هغه لیکلي چې اسرائیلو ته د ایران ځواب دفاعي اقدام او د ایران د ملي حاکمیت د نقض پر وړاندې غبرګون ګڼل کیږي.

عبدالله زیاته کړې، د اسرائیلو له خوا په غزه کې په بې‌حمانه ډول د بې‌ګناه فلسطینیانو د وژلو دوام او د ماشومانو، ښځو، د نړۍوالو موسسو د کارکوونکو، ډاکټرانو او مرستندویه کارکوونکو په نښه کول په سیمه‌ییزه او نړۍواله کچه د ناورین اصلي لاملونه دي.

هغه لیکلي: «ایران زموږ د دیني، تاریخي او فرهنګي ‎مشترکات ګاونډی او دا مهال د میلیونونو افغانانو کوربه هېواد دی. د ایران پر وړاندې د اسرائیلو هر ډول اقدام او د کړکېچ زیاتېدل د افغانستان پر وضعیت مستقیم اغېز او د سیمې او نړۍوالې سولې او امنیت لپاره نا اټکل کېدونکې ناوړه ‎پایلې لري، موږ له سوله‌ییزې لارې د نړۍوالو او سیمه‌ییزو ناورینونو د حل پلویان یو او له هر اقدامه چې د سولې، ثبات او د کړکېچ کمولو په موخه ترسره کېږي، ملاتړ کوو.»

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم پر اسرائیلو د ایران برید مشروع دفاع بللې او د نړۍ او سیمې له اغېزناکو هېوادونو یې غوښتي څو د اسرائیلو د جنایتونو د مخنیوي لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړي.

د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار هم پرون پر اسرائیلو د ایران برید د ایران مشروع حق ګڼلې او ویلي یې و چې مسوولیت یې «د اسرائیلو شریرو او ملاتړو» زمامدرانو ته ورګرځي.