د عامې روغتیا وزارت وایي، د خصوصي روغتونونو د روغتیایي خدمتونو د بیو لایحه نهایي شوه، په نرخونو کې د پام وړ بدلون راغلی او د منظورۍ په موخه به د اسلامي امارت د رهبرۍ مقام ته واستول شي.
د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالتونو ځانګړی استازی وايي، د دوحې په ناسته کې پر اقتصادي او سیاسي اړتیاوو، د بشري حقونو د درناوي پر اهمیت او له افغانانو سره د اړیکو د دوام پر اړتیا خبرې شوې او په افغانستان کې د ګډو ګټو په اړه اجماع موجود ده.
د کابل امنیه قومانداني وایي، د ښار په بېلابېلو سیمو کې یې ۱۲۸ ګرامه هیروئین او څه باندې درې زړه قرصه «ذیکب» او «کا» ټابلیټونه ترلاسه شوي چې په تړاو یې نهه کسان هم نیول شوي دي.
افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ وایي چې د هرات زلزلهځپلو ته ۲۶۹ میلیون ډالره زیان اوښتی او د هغوی د اساسي اړتیاوو پوره کولو لپاره ۴۰۲.۹ میلیون ډالرو بودجې ته اړتیا ده.
د ښار او کور جوړولو وزارت وایي، د نوي کابل ښار پروژې په لومړي فاز کې د یوه معیاري طبي کمپلېکس پر جوړولو هوکړه وشوه.
د افغانستان د خبریالانو مرکز د دوحې له ناستې غوښتي چې د افغانستان د رسنیو او خبریالانو اندېښنو ته لومړیتوب ورکړي او د افغانستان د ازادو ژورنالیستانو اتحادیې په دغه ډول ناستو کې د افغانستان رسنیو ته پر نه پاملرنې نیوکه کړې ده.
د کابینې په غونډه کې هېواد کې د اوبو ضایع کېدو د مخنیوي په اړه د هر اړخیز بحث ترڅنګ پرېکړه شوې چې د اوبو د تصفیې شرکتونه دې له ښارونو لرې د اوبو سرچینو ته څېرمه خپل فعالیت وکړي.
کابل کې د «خامه پرېس» خبري اژانس مسوول مدیر منصور نېکمل وايي چې نن سهار خوشي شوی دی.
یو شمېر شنونکو د دوحې په ناسته کې د اسلامي امارت نه ګډون ستایلی، خو ځینو بیا لیکلي چې باید ګډون یې په کې کړی وای؛ ځکه دا ښه موقع وه چې خپل دریځ او وړاندیزونه یې نړۍوالو ته مخامخ وړاندې کړي وای.
بهرنیو چارو وزارت وایي، که د دوحې په ناسته کې د افغان پلاوي او م.م. ترمنځ په لوړه کچه پر ټولو مسایلو د واضحو خبرو زمینه برابره شي؛ نو ګډون به ګټور وي، خو په دې برخه کې د نه پرمختګ له امله د اسلامي امارت له خوا بېنتیجې ګډون ګټور ونه بلل شو.
یو خبر خپور شوی چې ګواکې د کابل ښار قصبې سیمه کې پر یوه کرولا موټر د امنیتي ځواکونو د ډزو له امله پنځه کسان وژل شوي خو د سیمې یوشمېر اوسېدونکي وایي چې د یادې پېښې په اړه معلومات نه لري او د کابل امنیه قومانداني یې هم ردوي.
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال د روسیې د ولسمشر له سلاکار سره په لیدنه کې ویلي، افغانستان په نړۍ کې د هغو هېوادونو له ډلې دی چې د اقلیمي بدلون له امله ورته ډېر زیان رسېدلی او د دغه زیان په بدل کې ورسره هیڅ ډول همکاري نه ده شوې.