): د ملي دفاع وزارت وایي، د دغه وزارت یوه پلاوي د ازبکستان هېواد د سرحدونو له عمومي قوماندان سره په صفري نقطه کې کتلي او دواړو لورو د سرحد اړوند ستونزو، دوه اړخیزه اړیکو او خپلمنځي همکاریو په اړه خبرې کړې دي.
د بښنې نړۍوال سازمان او پر بشري حقونو د څار سازمان په ګډون لسو سازمانونو، د ملګرو ملتونو سرمنشي ته په یو لیک کې غوښتنه کړې چې د دوحې په غونډه کې د ښځو حقونو موضوع ته لومړیتوب ورکړل شي.
د افغان – ټرانس ریل پټلۍ پروژې څلورمه غونډه د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند ښار کې ترسره شوه او قطر په دغه پروژه کې د ګډون او پانګونې لپاره لېوالتیا ښودلې ده.
د راپورونو له مخې، په بلوچستان کې د ټاکنیزو دفترونو مخې ته د دوو چاودنو له امله ۲۶ کسان وژل شوي او ۳۰ تنه نور ټپیان شوي دي.
افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق رییس فران ایکویزا دوه کلن ماموریت پای ته ورسېد او پر ځای به یې ډاکټر تاجالدین د یادې ادارې چارې پر مخ وړي.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایي، هېواد کې د بیکارۍ معضلې د حل او کارموندنې لپاره د کار ملي کنفرانس جوړېږي او له خلکو یې غوښتي چې په دې تړاو خپلې طرحې، مقالې او وړاندیزونه له دغه وزارت سره شریک کړي.
د خیبر پښتونخوا په دېره اسماعیل خان سیمه کې تېره شپه پر پاکستاني پوليسو وسلهوال برید شوی چې له امله یې لس کسان وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.
د نامیبیا ولسمشر هاګه ګینګوف د سرطان ناروغۍ له تشخیص څو اونۍ وروسته د ۸۲ کلنۍ په عمر ومړ.
د ټولګټو وزارت وایي، د سالنګونو لویه لار د مسافر وړونکو موټرو لپار له دواړو خواوو او بار وړونکو موټرو لپاره له شمال څخه جنوب ته پرانیستل شوه.
د بښنې نړۍوال سازمان وايي، اسلامي امارت دې د زدهکړو د ډګر دوه فعالان چې د اکتوبر په ۱۷مه نیول شوي، خوشي کړي خو اسلامي امارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، چین له راستنو شوو افغان کډوالو سره ۱۰۰ میلیونه چینایي یوان مرسته کوي.
د بهرنیو چارو وزارت وایي، د چین ولسمشر د دغه هېواد لپاره د اسلامي امارت د سفیر او فوقالعاده استازي بلال کریمي باورلیک ومانه.