د چارو ادارې د داخلي تقنني اسنادو د څېړلو کمېټې د څو نوبتي ناستو له ترسره کولو وروسته، د عامه او خصوصي مشارکت قانون د مسودې او د اداري پروسو د اصلاح او ساده کولو د طرزالعمل طرحه تایید کړه.
د افغانستان کرکټ بورډ وایي، د ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی احمدشاه سلیمانخېل د دغه بورډ د لوبغاړو د غوراوي کمېټې د سرپرست مسوول په توګه وټاکل شو.
رسمي باوري سرچینې وايي چې د قرانکریم مشهور او خوږ غږی حافظ قاري برکتالله سلیم د ورپېښې ناروغۍ له امله وفات شوی دی.
د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په کابل کې د سیمې هېوادنو سفیرانو او د ډیپلوماتیکو ماموریتونو له مشرانو سره په لیدنه کې ویلي، د سیمې هېوادونه باید له افغانستان سره د مثبت تعامل زیاتوالي لپاره سیمهییزې سلامشورې وکړي.
د اسټرالیا د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي ګلین مکسوېل روغتیایي وضعیت په یوه کنسرت کې د شرابو څښلو له امله خراب شوی او د دغه هېواد کرکټ بورډ ویلي چې په دې اړه څېړنه کوي.
اسلامي امارت په افغانستان کې د بشري وضعیت د اروزنې په اړه د یوناما تازه راپور په غبرګون کې ویلي، دغه راپور تر ډېره پر ناسم پوهاوي ولاړ دی او یوناما دې د خلکو پر دیني او ارزښتیزو موضوعاتو بېځایه نیوکې نه کوي.
د اسلامي امارت ویاند وايي چې په بدخشان کې د یوې الوتکې غورځېدو له پېښې څلور ژوندي پاتې کسان کابل ته ولېږدول شول او د روغتیايي ټېمونو له لوري لومړني روغتیايي خدمات ورته برابر شوي دي.
د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت وایي چې په بدخشان ولایت کې د غورځېدلې بهرنۍ الوتکې څلور کسان ژوندي ژغورل شوي، خو د بدخشان ځایي مسوولین بیا وایي چې دوه تنه یې مړه شوي دي.
افغان او ایراني چارواکو، د دواړو هېوادونو ترمنځ د زندانیانو ستونزو ته د رسېدو، د زندانیانو د استرداد د موافقتنامې پلې کولو او په اعدام محکوم شویو افغانانو ته د بدیلو میکانیزمونو پیدا کولو په اړه خبرې کړي دي.
یو شمېر چینایي پانګهوالو په اسلاماباد کې له افغان سفیر سره په لیدنه کې ویلي، غواړي افغانستان کې د لمریزې برېښنا برخه کې د ۵۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت پانګونه وکړي.
د پوهنې وزارت وایي، ښوونیز نصاب کې اصلاحات د عصري مضامینو حاشیې ته کولو په معنا نه دي، بلکې د ښوونځیو او مدرسو نصاب د عصري علومو او اوسنۍ ټکنالوجۍ پرمختګ ته په پام چمتو شوی دی.
کابل کې د ترکیې سفیر د ریاستالوزرا له سیاسي مرستیال سره په لیدنه کې ویلي، هېواد یې چا ته اجازه نه ورکوي چې د اسلامي امارت خلاف په ترکیه کې سیاسي او پوځي فعالیت وکړي.