د کورنیو چارو سرپرست وزیر وایي، پولیس دې د مشرانو فرامینو په پلې کولو کې له اخلاقو کار واخلي او که پر خپلې وړتیا او نصاب پر ځان بسیا شي هیڅوک نه شي کولای چې د نظام او ولس ترمنځ واټن رامنځته کړي.
د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزیر وایي، رسنۍ مکلفې دي چې د هېواد ملي ګټو او اسلامي ارزښتونو په پام کې نیولو سره فعالیت وکړي او که سرغړونه یې وکړه محکمې ته به وروپېژندل شي.