منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۵۵ غ.و
۱۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

مولوي‌ امیرخان متقي مسکو فارمټ ناسته کې د ګډون په موخه روسیې ته روان شو

· ۱ دقیقه لوستل · ۲۷۰ کتنې

کابل (پژواک، ۳ تله ۱۴۰۲): د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي په مشرۍ پلاوی «مسکو فارمټ» ناسته کې د ګډون په موخه مسکو ته روان شو.

د مسکو فارمت غونډه په ۲۰۱۷ زېږدیز کال کې په افغانستان کې د ملي پخلاینې بهیر د پر مخ وړلو په موخه رامنځته شوه؛ په دغه فارمټ کې افغانستان، روسیه، هند، ایران، قزاقستان، قرغیزستان، چین، پاکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان شامل دي.

دا ځل د افغانستان په اړه دغه غونډه به د سپټمبر په ۲۹مه (تلې اوومه) د تاتارستان په کازان ښار کې جوړه شي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي په مشرۍ پلاوی د روسیې فدراسيون په رسمي بلنه مسکو فارمت ناسته کې د ګډون په موخه مسکو ته روان شو.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ویلي، د مسکو فارمټ غونډه کې به له ترهګرۍ او نشه‌يي توکو سره د مبارزه په اړه خبرې وشي، خو ناستې ګډونوال به په افغانستان کې د ټول‌ګډون حکومت پر جوړښت ډېر تمرکز ولري.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست