کابل (پژواک، ۱۱ وږی ۱۴۰۲): د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال په کابل کې د ایران له سفیر سره په لېدنه کې ویلي، له ګاونډیو هېوادونو سره
د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، «امسيسي» کمپنۍ له لورې د لوګر مسعینک کان د استخراج لپاره یې نوې طرحه جوړه کړې چې په پلي کېدو سره به یې ډېر ژر عملي چارې پيل شي.
په کابل کې د علماوو او قومي مشرانو غونډې ګډونوالو ویلي، ا.ا دې له نړۍ سره په تعامل کې د اسلامي شریعت، خپلواکۍ او عصر له غوښتنو سره سم له لازمې تګلارې کار واخلي او نړۍ دې هم مسوولانه چلند وکړي څو د دواړو لورو ترمنځ بشپړ رسمي تعامل ته زمينه برابره شي.
ستره محکمه وایي، د ا.ا د مشرتابه له هدایت سره سم په مرکز او ولایتونو کې په کاغذي بڼه د قبالو وېش پيلوي او د برېښنایي قبالو ورکړه به تر هغه ځنډېلې وي څو د ټولو ولایتونو لپاره یې سیستم جوړ شوي.
د کابل امنیه قومانداني وایي، هغه کس یې نیولی چې په بازار کې به یې په پټه د ښځو انځورونه اخیستل او بیا به یې په خپلو ټولنیزو پاڼو کې خپرول.
کابل (پژواک، ۵ وږی ۱۴۰۲): افغان او ازبک چارواکي، د ازبکستان، افغانستان او پاکستان ترمنځ په سوداګریزو او ترانزيټي برخو کې د اړینو اسانتیاوو پر
د الحبتور ګروپ مشر خلف احمد الحبتور وایي، امنیتي کسانو د یو شمېر هغو افغان نجونو مخه نیولې چې د زدهکړو لپاره متحده عربي اماراتو ته تلې خو ا.ا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د امریکایي ماشومانو اکاډمۍ څېړنه ښیي چې په متحده ایالتونو کې په ۲۰۲۱ میلادي کال کې د وسلهوالو تاوتریخوالو اړوند پېښو کې ۴۷۵۲ ماشومان وژل شوي دي.
د ا.ا مشرتابه د یوه فرمان له لارې، ادارې مکلفې کړي چې بندرونو، عبوري نقطو او لویو لارو کې د سوداګرۍ لپاره لازمې اسانتیاوي برابرې کړي او په اړوندو کړنو کې له ځنډ څخه مخنیوی وکړي.
یوناما وایي، په افغانستان کې یې د تېر حکومت د پخوانیو چارواکو او وسلهوالو ځواکونو پر وړاندې د ا.ا له خوا د بشري حقونو د نقض نږدې ۸۰۰ موارد ثبت کړي، خو ا.ا دغه راپور بېبنسټه بولي.
د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي ویلي، دهراوود ته د دوی د لېږل شوي تخنیکي پلاوي موندنې ښيي چې هلمند سیند کې د اوبو کچه ټیټه ده.
کابل (پژواک، ۲۹ زمري ۱۴۰۲): د پژواک خبري اژانس ټويټرپاڼې څارونکي (فالورز) یو میلیون کسانو ته ورسېدل او د فېسبوکپاڼې څارونکي یې بیا له دوهنیم