ننګرهار کې ځینو مخورو د کورنیو چارو وزارت له سرپرست سره لیدنه کې غوښتنه کړې چې د نجونو زدهکړې دې پيل شي، ملت باید په حکومت کې ځانونه وویني او کار دې د کار اهل ته وسپارل شي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت سرپرست له برېتانیې کابل ته له راغلو ديني علمانو سره لیدلي او ترې غوښتي یې دي چې د افغانستان رښتینی انځور تر نړۍ او خپلو خلکو ورسوي.
د ریاستالوزراء دفتر وایي، د خلکو او حکومت ترمنځ د واټن او کاغذ پرانۍ لرې کولو لپاره باید د امارتي ادارو رییسان خپل مسوولیت له اصولو سره سم او له خنډ او ځنډ پرته ترسره کړي.