منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۱۷ غ.م
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

پاسپورټ ریاست هغه کسان په ګوته کړل چې پاسپورټ نه ورکول کېږي

· ۱ دقیقه لوستل · ۲۶۵ کتنې

کابل (پژواک، ۹ زمري ۱۴۰۲): د پاسپورټ ریاست وایي، هغو ماشومانو ته چې والدین او یا قانوني وکیل ونه لري، ممنوع‌الخروج شوو او هغو کسانو ته چې محکمې په جزایي، مدني او سوادګریزو قضیو کې محکوم کړي وي، پاسپورټ نه ورکول کېږی.

یاد ریاست پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، هغه کسانو ته پاسپورټ نه صادرېږي چې د پور او یا هم د نورو ژمنو د نه ترسره کولو په سبب د اړوندو ادارو له لوري ممنوع‌الخروج اعلان شوي وي.

سرچېنې لیکلي، هغو وګړو ته چې محکمې په جزايي، مدني او سوداګریزو قضیو کې محکومان شمېرلي، هغو ماشومانو ته چې والدین او یا قانوني وکیل ونه لري او هغو کسانو ته چې بیف او بایومټریک سیسټم یې ممنوع‌الخروج کېدل تثبیت کړي، هم پاسپورت نه ورکول کېږي.