Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د کندهار د اطفایې مدیریت مسوولین وايي، په داسې حال کې چې وسایط او امکانات یې لږ دي خو بیا یې هم د روان لمریز کال له پیله تر اوسه په دغه ولایت کې د اورلګېدنې لسګونه پېښې مهار کړې چې شل یې یوازې په تېرو دوو میاشتو کې وې.
په افغانستان کې د ماشومانو خوندیتوب موسسې مسوولین وايي، د اسلامي امارت ټولو قوانینو ته ژمن دي او په اتو ولایتونو کې یې ۵ زره کسانو ته د کار زمینه برابره کړې ده.
کندهار (پژواک، ۲۷ مرغومی ۱۴۰۱): د لوړو زدهکړو وزارت سرپرست، کندهار ته په خپل سفر کې د دغه ولایت له والي سره د پوهنتونونو او
چارواکي وایي، څو ورځې مخکې انسانتښتوونکو له کابله یوه ۱۶ کلنه نجلۍ تښتولې وه چې د امنیتي ارګانونو او امربالمعروف د محتسبینو له خوا په کندهار کې وموندل شوه.
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وایي، سږ کال تر اوسه په کندهار کې ۶۸ ملي متره باران شوی او تمه لري نور اورښتونه هم وشي او کال به اباد وي.
کندهار (پژواک، ۲۰ مرغومی ۱۴۰۱): د کندهار په صنعتي پارک کې د یو میلیون ډالرو په پانګونه یوه فابریکه جوړه شوې چې هره ورځ پنځه
په کندهار ښار کې د ښځو یوازیني سوداګریز مارکېټ له بندېدو سره سلګونه ښځې – چې د لاسي صنایعو او نورو توکو د تولید او پلور په برخو کې پر کار بوختې وې – بېروزګاره شوې دي.
د کندهار په ډنډ ولسوالۍ کې د یوې زړې سرګلولې چاودنې له امله یو تنکی ځوان وژل شوی او بل ټپي دی.
د کندهار ښار په عینو مېنه کې یو لس کلن ماشوم – چې کاغذونه یې ټولول – لېونیو سپیو داړلی او وژلی دی.
د کندهار ښار – سپین بولدک پر لار د یوې ترافیکي پېښې له امله دوو ښځو او یوه ماشوم ژوند بایللی او د ۸ ماشومانو په ګډون ۱۳ کسان ټپیان شوي دي.
د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وایي، له دغه ولایته بهر ته د انارو صادرات پای ته رسېدلي چې په لړ کې یې د څه باندې ۴۸ میلیون امریکايي ډالرو په ارزښت څه باندې ۸۸ زره ټنه انار بهر ته صادر شوي دي.
کندهار (پژواک، ۱۱ مرغومی ۱۴۰۱): د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ اړوند په کوتل مرچې سیمه کې د کندهار ښار نهمې ناحیې لپاره د پاکو اوبو
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP